د ICU هیډ نرس(ننګرهار)!

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۴:۵۸
moph

Publish Date

Closing Date

دنده:                           د ICU هیډ نرس(ننګرهار)
اړوند اداره:                 د جدي پاملرنې (ICU) پروژه
ولایت:                         ننګرهار
د دندې ځای:             د ننګرهار حوزوي روغتون د جدي پاملرنې (ICU) څانګه
د بست شمېر:            ۱
د قرارداد موده:         یو کال (د تمدید وړ)
معاش:                        د NTA معاشاتو د نورم مطابق
تابعیت:                       افغان
جنسیت:                     نارینه / ښځینه
د اعلان د پیل نېټه:     ۸/۹/۱۴۰۵
د اعلان د پای نېټه: ۱۸/۹/۱۴۰۵

د دندې لنډیز :

د ICU هیډ نرس مسؤلیت لري چې د جدي پاملرنې څانګې ټول نرسنګ اړوند فعالیتونه مدیریت او همغږي کړي، همدارنګه د درملو، مصرفي توکو او نورو تجهیزاتو د ورځني مصرف ثبت، تنظیم او راپور ورکول دي، خو یاد مسؤلیتونه یوازې په همدې نه محدودېږي.

دندې او مسؤلیتونه:

  1. د ICU ناروغانو لپاره د نرسنګ خدماتو مستقیم رهبري او تنظیم.
  2. د ICU نرسانو او مرستندویه کارکوونکو ته د دندو سپارل او همغږي.
  3. د ناروغانو د کلینیکي دوسیو د ترتیب، ساتنې او نظارت مسؤلیت پر غاړه لرل او د کارکوونکو د کړنو او خدماتو په اړه راپورونه ترتیبول.
  4. د درملو، محلولونو، وسایلو او تجهیزاتو لپاره ټاکل شوي معیارونه ساتل او د نشه‌يي درملو ثبت او کنټرول.
  5. د نرسنګ فعالیتونو ارزونه تر څو د ناروغانو خدمتونه، د کارکوونکو اړیکې او د خدمت موثریت تضمین شي.
  6. د نرسنګ د خدمتونو څارنه او د ناروغانو کتنه تر څو ډاډ ترلاسه شي چې درملنه د ډاکټر د لارښوونو سره سمه ترسره کېږي.
  7. د ناروغانو د کلینیکي اسنادو د تنظیم او ساتنې مشري.
  8. د خونې او څانګې څارنه د پاکوالي او مناسب چاپېریال د ډاډ لپاره.
  9. د ډاکټر سره په ویزیټ کې ګډون او د ناروغانو د ځانګړو سپارښتنو په اړه ځان خبر ساتل.
  10. د نوو کارکوونکو د پېژندنې او روزنې په پروګرامونو کې ګډون.
  11. د شکایتونو څېړنه او حل یا د غیرمعمول ستونزو راپور د اړوند آمر سره شریکول.
  12. د درملو، مصرفېدونکو توکو او نورو تجهیزاتو ورځني مصرف ثبتول.
  13. د میاشتني مصرف راپورونو ترتیب او وړاندې کول.
  14. د وزارت د نافذه پالیسو، طرزالعملونو او مسلکي معیارونو مطابق دندې ترسره کول.
  15. د جدي پاملرنې څانګې مسؤل لخوا سپارل شوې نورې دندې ترسره کول.

راپور ورکول: د جدي پاملرنې څانګې مسؤل ته راپور ورکوي.

تر لاس لاندې کارکوونکي: نرسان، مرستندویه کارکوونکي، خدماتي کارکوونکي.

شرایط او اړتیاوې:

  1. د افغانستان تابعیت ولري.
  2. له پېژندل شوو روغتیايي انسټیټیوټونو (نرسنګ) څخه فارغ وي. خصوصي انسټیټیوټ باید د عامې روغتیا وزارت سره ثبت وي.
  3. تحصیلي اسناد باید د عامې روغتیا وزارت یا د لوړو زده کړو وزارت لخوا تصدیق شوی وي.
  4. لږ تر لږه دوه کاله د نرسنګ په برخه کې کاري تجربه، (په ICU  څانګه کې کاري تجربې ته ترجیح ورکول کېږي).
  5. د مختلفو دندو د ترسره کولو وړتیا او د ټیم د رهبري توان.
  6. په پښتو یا دري ژبو کې د لیک، لوست او وینا عالي مهارت او همدارنګه انګلیسي ژبې سره بلدیت.
  7. د اغېزمنې اړیکې او افهام او تفهیم مهارتونه ولري.
  8. د کمپیوټر د آفیس پروګرامونو کارونه کې مهارت ولري.

ریفرینس: د یاد بست د ازموینې پوښتنې به د لاندې مرجع (کتاب) د محتوا پر بنسټ طرحه کېږي.

  1. د نرسنګ د پروسیجرونو او کلینیکي سټنډرډونو درسي کتاب (رهنمود درسی طرزالعمل ها و معیارات کلینیکی نرسنګ)
  2.  Critical Care Nursing

د ثبت نام طریقه:

درنو کاندیدانو کولای شي خپل (CV) په لاندې برېښنالیک پته ولېږي، او یا هم د خپل (CV) هارډ کاپي د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د اعلانونو او کاري موندنې عمومي مدیریت ته وسپاري.

یادونه: مهرباني وکړئ د بست عنوان او هغه ولایت چې غوښتونکي یاست، د برېښنالیک په موضوع (Subject) کې په واضح ډول مشخص کړئ.

mophgdhr1444@gmail.com