سمنګان ولایتي روغتون کې د هیمو ډیالیز مرکز پرانیسته ترسره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۲:۱۷
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي او ورسره مل پلاوي سمنګان ولایت ته د سفر په لړ کې د ډاکټر کرام الدین وکیل زاده ولایتي روغتون کې د هیمو ډیالیز مرکز پرانیسته ترسره او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د سمنګان والي ملا شعیب رسالت،  د عامې روغتیا رئیس ملا محب الله بهاري او د دې ولایت د یو شمېر نورو ادارو مسؤلینو ګډون کړی و.

یاد مرکز د سمنګان ولایت عامې روغتیا ریاست په هڅو او د دغه ولایت د خیرخواه سوداګرو له لوري د ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت د سمنګان ولایتي روغتون کې جوړ شوی، چې څلور خونې او څلور مجهز عصري ماشینونو او تجهیزات لري.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي د یاد روغتیايي مرکز د جوړېدو برخه کې د دغه ولایت د اوسېدونکو همکاري وستایله او دا یې د پښتورګو ناروغانو ته د اسانتیاوو رامنځته کېدو او درملنې برخه کې یو مثبت او اغېزمن ګام وباله.

د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال همداراز د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او معیاري کولو برخه کې د عامې روغتیا وزارت د ژمنتیا ډاډ ورکړ او له سوداګرو یې وغوښتل، چې په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۲:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري بلخ عامې روغتیا ریاست ته ۱۲ قلمه د هیموډیالیز برخې درمل او اړین روغتیايي توکي وسپارل شول

یاد درمل او توکي چې مجموعي قیمت یې څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانۍ کېږې، د بلخ ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون هیموډیالیز څانګې ناروغانو د درملنې برخه کې به ورڅخه کار اخیستل کېږي.

د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۱:۳۳
Background image

هلمند کې د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د هلمند عامې روغتیا ریاست اړوند، خوړو او درملو آمریت له لوري په لښکرګاه ښار کې د یو شمېر خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره او په پایله کې یې ۱۵۳ کېلو ګرامه له نېټې تېر خوراکي او. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۸:۴۳
Background image

۱۵۰ تنه روږدي کسان تر درملنې وروسته خپلو کورونو ته وسپارل شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري مرکز کابل کې ۱۵۰ تنه روږدي کسان تر ۴۵ ورځنۍ درملنې وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا. . .

BACK TO NEWS