فراه ولایت کې واکسیناتورانو ته ۱۰ موټرسایکلونه ووېشل شول
یاد موټرسایکلونه د یونیسف نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ او د ریلیف مؤسسې په همکارۍ اخیستل شوي، چې د امارتي مسؤلینو، د همکارو ادارو استازو او د روغتیا سکتور د یو شمېر مسؤلینو په شتون کې واکسیناتورانو ته ووېشل شول؛ څو هغوی وکولای شي د واکسیناسیون خدمات په اغېزمنه توګه وړاندې او لرې پرتو سیمو ته په چټکۍ سره لاسرسی ومومي.
د فراه د عامې روغتیا ریاست مرستیال، ډاکټر دین محمد عبدالحق د یونیسف ادارې او ریلیف مؤسسې له دوامدارو همکاریو څخه مننه وکړه او ویې ویل: د اوټریچ واکسیناتورانو لپاره د ټرانسپورټي وسایطو برابرول به د واکسیناسیون د پوښښ په پراختیا، روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي ښه والي او لرې پرتو سیمو کې د مخنیوي وړ ناروغیو د خپرېدو خطر کمولو کې مهم رول ولوبوي.
