متخصص ICU  علی جناح  روغتون

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۳:۰
MOPH

Publish Date

Closing Date

اړوند اداره: د جدي څارنې څانګې (ICU) پروژه
ولایت: کابل
د دندې ځای: د علی جناح  روغتون روغتون جدي څارنې (ICU) څانګه
د بست شمېر:  ۲
د قرارداد موده: یو کال (د تمدید وړ)
معاش: د NTA معاشاتو د نورم مطابق
تابعیت: افغان
جنسیت: نارینه / ښځینه
د اعلان د پیل نېټه:    1404/10/18
د اعلان د پای نېټه:  1404/10/28

د دندې لنډیز :

د جدي څارنې د څانګې (ICU) متخصص مسؤلیتونه د بستر شویو ناروغانو منظمه معاینه، د ناروغانو د تاریخچې تکمیل، فزیکي معاینه، لابراتواري ازموینې، د ناروغانو مدیریت او تداوي، په داخل خدمت روزنو کې ګډون او د نویو کارکوونکو روزنه؛ خو یاد مسؤلیتونه یوازې په همدې نه محدودېږي.

مسؤلیتونه:

  1. د بستر شویو ناروغانو تاریخچه اخیستل او اړوند اسناد تکمیلول.
  2. د ناروغ د اړتیا له مخې فزیکي معاینه ترسره کول.
  3. د ناروغ د اړتیا، رهنمودونو او فورمونو مطابق د لابراتواري او رادیولوژي ازموینو تکمیل، تحلیل او تفسیر.
  4. د ناروغ د اړتیا او د جدي څارنې د څانګې د مسؤل د هدایت مطابق منظم کلینیکي ویزت ترسره کول.
  5. د تاریخچې، فزیکي معاینې او لابراتواري پایلو پر اساس د ناروغۍ دقیق تشخیص.
  6. د تشخیص او اړتیا مطابق د بستر شویو ناروغانو تداوي توصیه او مدیریت.
  7. ډاډ ترلاسه کول چې د ICU اړوند پروسیجرونه په ناروغانو سمه توګه پلي شوي.
  8. د جدي‌ ناروغانو مشوره، مدیریت او منظم تعقیب د هغوی د وضعیت مطابق.
  9. د ارقامو راټولو له میتودونو او وسیلو سره سم د ارقامو په راټولو کې مرسته کول.
  10. د نوو کارکوونکو او محصلینو (ټریني) کسانو په روزنه کې فعاله ونډه اخیستل.
  11. د ورځنیو دندو پر مهال د ځانګړو معیارونو، پروتوکولونو، کړنلارو او مقرراتو رعایت.
  12. د خپل مسلکي ظرفیت لوړول او په هغو روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کول چې ورته ټاکل کېږي.
  13. د معیارونو د پلي کېدو لپاره د کړنلارې (Action Plan) په چمتو کولو او د ICU د معیارونو په ربع وار بیاکتنه کې ګډون.
  14. په ICU کې د ناروغانو او پایواز لپاره د وقایوي او لومړنیو روغتیايي مشورو وړاندې کول.
  15. د تقسیم اوقات مطابق د شپې نوکریوالي ترسره کول.
  16. په ICU او روغتون کې د انتان او وقایې په برخه کې فعال ګډون.
  17. د پروژې د آمر او د جدي څارنې د مسؤل د هدایت مطابق د نورو سپارل شویو دندو ترسره کول.
  18. د جدي څارنې د څانګې د انچارج پر وړاندې مسؤل او ځواب ویونکی دی.

د شاملېدو لازمي معیارونه او وړتیاوې:

  1. باید افغان تابعیت ولري.
  2. د راجستر شوي پوهنتون څخه د معالوي طب MD سند ولري.
  3. د عامې روغتیا وزارت یا د لوړو زده کړو وزارت له‌خوا تصدیق شوی د تخصص سند ولري.
  4. د داخله عمومي، جراحي عمومي یا انستیزیا متخصص وي (عمومي داخله متخصص ته ترجیح ورکول کېږي).
  5. د افهام او تفهیم ښه مهارت ولري.
  6. له ناروغانو، مراجعینو او همکارانو سره ښه برخورد او مناسب چلند ولري.
  7. په دری، پښتو او انګلیسي ژبو کې د لیک، لوست او وینا عالي مهارت ولري.
  8. د کمپیوټر ابتدایي مهارت ولري، په ځانګړي ډول په MS Office پروګرامونو کې.

رهنمود اعلان بست :

 کاندیدان محترم می توانند که سی وی خویش را به ایمیل آدرس متذکره ارسال نموده و یا هارد کاپی آن را به مدیریت عمومی  اعلانات کاریابی ریاست عمومی امور کارکنان وزارت صحت عامه تسلیم نمایند .

نوت : قابل ذکر می باشد  که عنوان بست مورد نظر خویش را دقیق  در عنوان ایمیل  واضح نمائید

درصورت ضرورت و یا معلومات بیشتر می توانید  به شماره تلفن ۰۲۰۲۳۱۲۴۲۲ تماس بگیرید

Submission Email

mophgdhr1444@gmail.com