"ملت ته د دولت حساب ورکولو" برنامه کې د عامې روغتیا وزارت یو کلنې کړنې وړاندې شوې

Panah_moph
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۰ - ۱۶:۴
"ملت ته د دولت حساب ورکولو" برنامه کې د عامې روغتیا وزارت یو کلنې کړنې وړاندې شوې

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر وحید مجروح نن د ۱۳۹۹ لمریز کال په جریان کې "ملت ته د دولت حساب ورکولو" برنامه کې د عامې روغتیا وزارت کړنې وړاندې کړې.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په پیل کې د روغتیایي کار کونکو هڅې وستایلې او وویل چې روغتیایي کارکونکي د کورونا ویروس بحران اوج کې په ډېرو سختو ورځو کې د خلکو ژغورلو لپاره په ټول توان کار وکړ او موږ وتوانېدو چې دا بحران په بریالیتوب سره مدیریت کړو.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د کورونا ویروس بحران مدیریت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام او همکارو ادارو رول مهم وباله او د دوی له ملاتړ او هڅو یې مننه وکړه.

په ورته وخت کې ډاکټر مجروح د روغتیا برخې لپاره د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام قوي ملاتړ باندې هم ټینګار وکړ، وویل: چې د روغتونونو د بدلون او سمون لپاره لنډ مهاله پلان چې د ولسمشر یوه مهمه غوښتنه ده، پیل شوې او د روغتیایي خدمتونو ښه کولو لپاره د اوږد مهاله پلان د پلي کولو لپاره کار روان دی.

ډاکتر مجروح وویل: په افغانستان کې د کورونا ویروس خپرېدو په لومړیو ورځو کې، د عامې روغتیا وزارت حتی د کورونا ویروس د یوې پېښې معاینه کولو توان نه درلود او نمونې یې د آزمایښت لپاره هالنډ هېواد ته لېږل کېدې او اوس ۱۸ دولتي لابراتوارونه د پي سي آر ۴۴ دستګاه وؤ په درلودو سره د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې فعالیت کوي او په ۲۵ خصوصي لابراتوارونو کې د کورونا ویروس د آزمایښت زمینه برابره شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د بېړنۍ پاملرنې په څانګه کې د ډاکټرانو روزنې پر اړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ۵۷۱ تنه ډاکټران د بېړنۍ پاملرنې په څانګه کې روزل شوي او اوسمهال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د کويډ -۱۹ روغتونونو د بېړنۍ پاملرنې په څانګو کې فعالیت لري.

هغه دغه راز وویل چې د روغتیا سکتور، د کورونا ویروس بحران په اوج کې، د‎ ۶۰۵۴۹۷۰۵ ناروغانو روغتیایي مرکزونو ته مراجعه کړې ده چې د سرآپا روغتیایي خدمتونه یې ترلاسه کړي دي له دې جملې څخه ۱۴۷۳۲۴۵ ناروغان په روغتونونو کې بستر شوي دي، ۱۲۵۱۱۰۸ ژوندي زېږونونه په روغتیايي مرکزونو کې مدیریت شوي، او همدارنګه ۳۰۰۸۹۰ تنه عملیات شوي دي او ۲۹۰۲۴۷۱ تنه ماشومانو پنځه ګونی واکسین ترلاسه کړی دی.

هغه زیاته کړه چې د کورونا ناروغانو پاملرنې او درملنې لپاره په روغتیایی مرکزونو کې ۲۰۷۰ بسترونه رامینځته شوي دي.

ډاکټرمجروح د روغتیا سکتور کې د بودیجې لګښتونو ته په اشارې سره وویل: چې دغه وزارت له ۹۰ سلنه زیاته عادي بودجه او ۸۹ سلنه پرمختیایي بودجه مصرف کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په هېواد کې د ګوزڼ د پېښو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه او څرګنده یې کړه چې د کورونا ویروس بحران او د کور په کور واکسین په ناامنه سیمو کې د مخالفینو لخوا د ګوزڼ ویروس د زیاتېدو لامل شوئ دی او همدارنګه د کورونا ویروس اوج په هېواد کې د ګوزڼ ویروس دویمه بڼه خپره شوې ده.

له بلې خوا، ډاکټرمجروح د روغتیا په سکتور کې د فساد پروړاندې مبارزه باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه موږ هڅه کوو چې له فساد پروړاندې مبارزه په کلکه همغږۍ سره وکړو او د روغتیا په برخه کې د خواخوږۍ فضا رامینځته کړو او د روغتیا په سکتور باندې بیاځلې باور رامینځته کړو.

دغه راز په هېواد کې د ۸ خصوصي روغتیایي مرکزونو پرانیستل، د هرات ولایت کې د لومړي هیموډیالیز خیریه مرکز پرانیستل، د دشت برچي ۱۰۰ بستریز روغتون بیارغونه او د هېواد په شپږو لویو ښارونو کې د کتلوي معافیت پیاوړي کولو لپاره د پلي کونکو مؤسسو سره د قراردادونو لاسلیک کول. په ۱۳۹۹ لمریزکال کې د عامې روغتیا وزارت له لویو او اساسي لاسته راوړنو څخه دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS