مولوي عبدالولي حقاني د لوی اختر په لومړۍ ورځ په کابل کې له روغتونونو او ناروغانو لیدنه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۸:۵۴
moph

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لوی اختر په لومړۍ ورځ د یو شمېر مرکزي رییسانو په ملتیا په کابل کې د صدري ابن سینا او شیخ زاید روغتونو څخه لیدنه ترسره کړه.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، له روغتیايي کارکوونکو سره د لیدنې ترڅنګ په یادو روغتونونو کې د بستر ناروغانو احوال واخیست او له هغوی سره يې مالي مرسته هم وکړه.

ښاغلي مرستیال، د یادو روغتونونو بېلا بېلې څانګې له نږدې ولیدې، د روغتیايي کارکوونکو هڅې یې وستایلې او هغوی ته یې سپارښتنې وکړې، چې د اختر په شپو ورځو کې ناروغانو ته غوره خدمات وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د روغتیا وزارت رهبرۍ په ځانګړي هدایت په مرکز او ټولو ولایتونو کې د اختر په شپو ورځو کې د روغتیايي مرکزونو فعال ساتلو هدایت شوی؛ ترڅو د هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه ترسره او له روغتیايي خدماتو برخمن وي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۵۷
Background image

د انفلونزا د سرویلانس د پیاوړتیا په موخه دوه ورځنی ریفریشر روزنیز پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس مفتي عبدالقدوس هاشمي د هېواد د اتو حوزو د انفلونزا د اسیستانتانو او همکارو اسیستانتانو لپاره جوړ شوي دوه ورځني ریفریشر روزنیز پروګرام کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۴۴
Background image

د درملو صنعتي پارک د سړک سروې له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د کابل ولایت میربچه‌کوټ ولسوالۍ کې د درملو صنعتي پارک د سړک سروې له بهیر څخه لیدنه وکړه

دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۱۵
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون دوهم فصل، نولسمه ماده نهمه فقره

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون دوهم فصل، نولسمه ماده نهمه فقره:

داخلي او نړیوال مؤسسات مکلف دي چې د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو له رارسېدو. . .

BACK TO NEWS