هرات ولایت کې د تغذیې د برخې له خدمتونو څخه نظارت تر سره شو
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې رییس ډاکتر حکمت الله معصومي په مشرۍ مل پلاوي هرات ولایت ته د خپل سفر پرمهال د دغه ولایت له عامې روغتیا مسئولينو سره تر ناستې وروسته یو شمېر روغتونونو او روغتیایي مرکزونو څخه چې د تغذيې خدمتونه په کې وړاندې کېږي نظارت ترسره کړ.
یاد پلاوي د نظارت پرمهال د تغذيې مسئولینو ته د معیاري خدمتونو وړاندې کوولو اړوند لازمې سپارښتنې ترسره او د یو شمېر وړاندیزونو د حل ډاډ یې ورکړ.