هرات کې بېرته راستنېدونکو ته د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو له بهیر څخه د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال لیدنه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۴:۴۴
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي د هرات په اسلام قلعه مرز کې بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، د مل تخنیکي ټیم سره په ګډه، چې د هرات عامې روغتیا رئیس مولوي محمد طالب شاهد یې هم ملتیا کوله، روغتیايي کارکوونکو ته سپارښتنې وکړې، چې بېرته راستنېدونکو ته په پوره اخلاص او صداقت سره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

دغه راز، د تخنیکي ټیم له لوري شته ستونزې په نښه او د حل په موخه له اړوندو مسؤلینو سره شریکې شوې.

 د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت له لوري بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره په تورخم، نیمروز، کندهار، هرات او نورو فرضي کرښو ته څېرمه سیمو کې هم روغتیايي ټیمونه ګمارل شوي او ټولو ته بېلا بېلو برخو کې ۲۴ ساعته روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۵
Background image

هلمند ولايت کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو چارې پیل شوې

ياد مرکزونه به د روغتیايي خدمتونو د پراختیا ترڅنګ، د زرګونو اوسېدونکو لپاره د درملنې اسانتیاوې هم برابرې کړي او همدارنګه، د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نقیب‌الله فاتح وويل: دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په کابل کې د برچي ۱۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې په ترڅ کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یاد روغتون بېلابېلې څانګې وکتلې، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د ناروغانو د درملنې وضعیت، د درملو او طبي تجهیزاتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۶
Background image

په کابل کې د هوا ککړتیا د کمولو په موخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

BACK TO NEWS