په ارزګان ولایت کې د خصوصي سکتور څخه نظارت تر سره شو
د ارزګان ولایت عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري د مرکز ترینکوټ ښار له یو شمېر خصوصي کلینیکونو، لابراتوارونو، د غاښونو کتنځایونو او درملتونونو څخه نظارت ترسره شو، چې په پایله کې یې ۳ د غاښونو کتنځایونه، ۱ درملتون او ۲ کتنځایونه د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې او د قانوني جواز د نه شتون له کبله وتړل شول.