په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د تخنیکي مشورتي بورډ غونډه و شوه
![په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د تخنیکي مشورتي بورډ غونډه و شوه](/sites/default/files/2021-03/wwwww.jpg)
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر وحید مجروح، په افغانستان کې د پولیو له منځه وړو د تخنیکي مشورتي بورډ له رئیس او غړو سره د ویډیو کنفرانس له لارې بحث او خبرې وکړې.
په دې غونډه کې لومړی د عامې روغتیا سرپرست وزیر د ګوزڼ د له منځه وړلو د پروګرام اوسني حالت، په هېواد کې د پېښو شمېر او لا همغږي چې په دې برخه کې شتون لري، له ګډونوالو سره خبرې وکړې او دوی ته یې زیات وضاحت ورکړ.
دغه راز د نړیوال روغتیا سازمان او یونیسف ادارې استازو په افغانستان کې د ګوزڼ اوسني وضعیت، د ګوزڼ واکسین پلي کول او د راتلونکي پلانونو په اړه ګډونوالو سره خبرې وکړې او د عامې روغتیا وزارت رهبري سره یې د لا نورو همکاریو ژمنه وکړه.
سربېره پردې، په افغانستان کې د ګوزڼ د له منځه وړلو برنامې تخنیکي ټیمونو د پولیو د له منځه وړلو برنامې د موجوده ستونزو او په نا امنه سیمو کې د شاوخوا درې ملیونه ماشومانو د ژوند ستونزو ته لاسرسي کې پاتې راتللو په اړه پرېزېنټېشن د مشورتي بورډ غړو ته وړاندې کړ.
همدارنګه د سویل، ختیځ، سویل لویدیځ او شمالي حوزو استازو هم د پولیو له منځه وړلو، په تېرو شپږو میاشتو کې د دوی د کړنو او د دوه کالو څخه کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین د تطبیق په اړه خپل تخنیکي پریزینټیشنونه ګډونوالو ته وړاندې کړل.
له بلې خوا، د دغه بورډ رئیس ډاکټر جان مارک د پولیو له منځه وړلو او په افغانستان کې د ګوزڼ وضعیت لنډیز له ګډونوالو سره شریک کړ او په هېواد کې د اوسني وضعیت د ښه والي لپاره یې خپل وړاندیزونه وکړل.
په وروستیو کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر د تخنیکي مشورتي بورډ غړو او نورو مرستندویه هېوادونو چې په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د لمنځه وړلو په پروګرام کې برخه اخیستې د ژمنو او دوامداره همکارۍ څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په هېواد کې به د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د بورډ د غړو وړاندیزونه پلي کړي.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د پولیو له منځه وړلو تخنیکي مشورتي بورډ غونډه درې ورځې دوام وکړ چې د مشورتي بورډ رئیس ښاغلي جین مارک، د یونیسف، نړیوال روغتیا سازمان استازو د ختیځ مدیترانې او همدارنګه ژینوا د بېلابېلو هېوادونو نه پکې برخه اخیستې وه.