په بامیان او هرات ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو او خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۵:۳۲
moph

یاد نظارت چې د دغه ولایتونو د څارنې او پلټڼې آمریت له لوري ترسره شوه، پایله کې یې هرات ولایت کې ۲۴ قلمه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل او په بامیان ولایت کې ۲۹۶ قلمه خوراکي توکي او ۱۴۱ قلمه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګدام ته ولېږدول شول.

د دې ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو د یادو اقداماتو موخه د خلکو د روغتیا ساتنه او بازار ته د غیر معیاري توکو وړاندې کولو څخه مخنیوی یاد کړ او د خوراکي توکو او درملو له ټولو پلورونکو څخه یې وغوښتل، چې د توکو اعتباري نېټې او روغتیايي معیارونو ته بشپړه پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر او د روسیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد له سفیر، ښاغلي دیمیتري ژیرنوف (Dmitry Zhirnov) او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه:

د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ورزشي ادارو په ګډه د اعتياد مخنیوي او د روغ شوي کسانو د بیا رغونې لپاره هڅې ګړندۍ کړې

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون له لوري، د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست سره په همغږۍ، د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د تداوي شويو ناروغانو د بیا. . .

BACK TO NEWS