په بلخ ولایت کې د خصوصي سکتور څخه نظارت
د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري د مرکز مزارشریف ښار د یو شمېر خصوصي روغتونونو او کلینیکونو څخه نظارت ترسره شو، چې په پایله کې يې یو کلینیک د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شو او روغتیايي کارکوونکو ته د غوره روغتیايي خدمتونو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره شوې.