په فراه او نیمروز ولایتونو کې د "ام آر سي ای" مؤسسې د تړلو څرنګوالي په اړه بحث وشو
د افغانستان د اسلامي جمهوریت؛ د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح، د فراه او نیمروز په ولایتونو کې د "ام آر سي ای" مؤسسې د تړلو څرنګوالي په اړه د دواړو ولایتونو له واليانو او د دې مؤسسې له مسؤل سره خبرې وکړې.
په دې غونډه کې، د نیمروز والي ښاغلي زمریالي احدي او د فراه والي ښاغلي تاج محمد جاهد د "ام آر سي ای" مؤسسه چې په دې دوه ولایتونو کې د روغتیایي خدمتونو د پلي کولو مسؤلیت لري د تړل کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه، او ویې ویل چې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول په دې دوه ولایتونوکې له ننګونې سره مخ دي.
د یادې پروژې مسؤلې مېرمن والیرین، وویل چې په دوه ولایتونو کې د دوی د مؤسسې د تړل کیدو لامل امنیتي ګواښونه وبلل او ټینګار یې وکړ چې د دې مؤسسې کارکونکي د طالبانو لخوا ګواښل شوي وو او موږ د دوی د ځان خوندیتوب په پار په دې دوه ولایتونو کې خپل فعالیت ودراوؤ.
نوموړې زیاته کړه: "زه پوهیږم چې په دې دوه ولایتونو کې زموږ د فعالیتونو بندېدل به د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو پروسې ته زیان ورسوي او موږ له حکومتي چارواکو غواړو چې زموږ د کارکونکو د امنیت په تامین کې همکاري وکړي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر مېرمن والیرین ته ډاډ ورکړ، چې موږ هڅه کوو تر څو د دې مؤسسې د کارکونکو د امنیت تامینولو په پار له مخالفې ډلې سره موافقې ته ورسېږو، ترڅو د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول د دې مؤسسې لخوا دوام پیدا کړي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح؛ په دې دوه ولایتونو کې د دې مؤسسې د فعالیت د تړل کېدل د نه منلو وړ وبلل او د دې مؤسسې له مسؤل څخه یې وغوښتل چې په دې دوه ولایتونو کې د خپلو خدمتونو پروسه بیا پیل کړي.
دغه راز ډاکټر مجروح وویل: چې دا موضوع به د ولسمشرۍ ماڼۍ له عالي مقام سره شریکه کړي ترڅو د دې ولایتونو روغتیایي ننګونې ژر تر ژره حل شي.
په ورته وخت کې، د دې دوه ولایتونو والیانو د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ او د مؤسسې مسؤل ته ډاډ ورکړ چې د دې مؤسسې د کار کونکو د امنیت تامینولو برخه کې دې اندېښنه نه لري.