په مرکز او ولایتونو کې د روغتیایي مسؤلینو کړنې او په هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو پروړاندې مبارزه وارزول شوه
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني، د ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو، د مرکزي دولتي او خصوصي روغتونونو رئیسانو، د روغتیایي خدمتونو پلي کونکو موسسو استازو او روغتیایي شریکانو سره د روغتیایي خدمتونو ښه کولو او په هېواد کې د کورونا ویروس خپرېدو پروړاندې د مبارزې په پار د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې او د دوی کړنې یې وارزولې.
په دې ناسته کې لومړی، د جوزجان، سرپل، بلخ، فاریاب، کندهار او سمنګان ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د ښه کولو او د کورونا ویروس خپرېدو د مبارزې په پار د خپلو کړنو راپور د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ وړاندې کړ اوغوښتنه یې وکړه هغه ستونزې چې د دوی د کارونو پر وړاندې واقع دي حل شي.
ډاکټر عثماني د یادو ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو کاري راپورونو تر اورېدو وروسته مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د دوی ستونزو د حل لپاره جدي او عملي اقدامات وکړي.
سربېره پردې، د عامې روغتیا وزیر په خصوصي لابراتوارونو کې د کورونا ویروس د ازمایښت فیس د ارزونې، د روغتونونو ارزونې لپاره د طبي شورا چک لیست بیاکتنه، عدلي او قضایي ارګانونو د خصوصي لابراتوارونو هغه شمېر مسؤلینو ورپېژندل چې سرغړونه کوي ګډونوالو سره خبرې وکړې او په دې برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.
دغه راز ډاکټر عثماني په خصوصي سکټور کې د کورونا ویروس لپاره د غیر معیاري نمونې ورکولو مرکزونو د بندولو او همدارنګه د عامې روغتیا وزارت د مرکزي لابراتوارونو لخوا په دې سکتور کې ترسره شوې پنځه سلنه ازموینې بیاکتنه او د مسافرینو روغتیایي ستونزو حلولو لپاره چې بهرته سفر کوي له مسؤلینو سره بحث او دې برخه کې لازمې پرېکړې وشوې.
همدارنګه د روغتیا وزیر د روغتیایي خدمتونو ښه کولو، د کابل روغتونونو تجهیز، د عامې روغتیا وزارت لخوا د دې روغتونونو ورځنۍ ارزونه، په روغتونونو کې د نظافت مراعاتول، ولایتونو ته د روغتیایي خدمتونو د څېړلو/ ارزولو او په هغه برخه کې چې ورته اړتیا ده د روغتیایي کارکونکو د روزنې په موخه د رهبري هیات سفر په اړه خبرې وکړې.
په ورته وخت کې عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان جوړونې، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو، مالي او اداري معینانو، د افغانستان طبي شورا او خصوصي سکتور استازو د یاد شویو مواردو د ښه کولو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه د عامې روغتیا وزیر ته وړاندې کړل.