په ننګرهار، کونړ او سرپل ولایتونو کې له خصوصي روغتیايي سکتور څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۱۲:۴۸
MOPH

د ننګرهار کونړ او سرپل ولایتونو روغتیايي مسئولینو د خصوصي روغتیايي سکتور اړوند، له یو شمېر کتنځایونو، لابراتوارونو او درملتونونو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې لسګونه کتنځایونه، لابراتوارونه او درملتونونه د غیر قانوني فعالیتونو او اسنادو نه درلودو له امله وتړل شول او ۳۵ قلمه بې کیفیته له نېټې تېر درمل او ۵۰۰ کیلو ګرامه خوراکي توکي او الکولي مشروبات راټول او اړوند ځای ته انتقال شول.

د یاد نظارت په ترڅ کې همداراز روغتیايي مسؤلینو ته لارښوونې وشوې، چې د فعالیت قانوني جوازونه ترلاسه او د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او ټاکل شویو معیارونو اړوند خدمات ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۹:۵
Background image

د پولیو وضعیت او د رسنیو رول په اړه د خبریالانو او سکتوري ادارو د ویندویانو لپاره معلوماتي او روزنیز ورکشاپ ترسره شو

په دې ورکشاپ کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس ډاکټر عبدالقدوس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۳:۳۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د اندراګاندي ماشومانو روغتون د خدماتو بهیر وڅېړ

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په اندراګاندي د ماشومانو درملنې روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو له بهیر څخه. . .

BACK TO NEWS