په هلمند کې د عامې روغتیا وزارت مرستیال د WHO، یونیسف او نورو مؤسسو له استازو سره ولیدل

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۱۱
moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني هلمند ولایت ته د سفر په ترڅ کې د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف، ایمرجنسي ادارو او تطبیقونکو مؤسسو له استازو سره ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې د واکسین د پوښښ کچې ښه والي او اغېزمنتیا، د باکیفیته او معیاري خدماتو وړاندې کولو، د همغږۍ لا پیاوړتیا او روغتیایي خدمتونو ته د خلکو لاسرسي زیاتوالي په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د واکسیناسیون کمپاینونو د لا مؤثریت او روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړولو لپاره لا زیاته همغږي او ګډ کار اړین وباله او ویې ویل، عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې د هېواد ټولو برخو ته عادلانه روغتیایي خدمات ورسوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS