په هیواد کې د کورونا ویروس دوهمې څپې خپرېدو سره د مبارزې لپاره د مرکز او ولایتونو روغتیایي مسؤلینو سره ناسته وشوه

Panah_moph
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۴ - ۱۴:۴۲
په هیواد کې د کورونا ویروس دوهمې څپې خپرېدو سره د مبارزې لپاره د مرکز او ولایتونو روغتیایي مسؤلینو سره ناسته وشوه

د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني، په هېواد کې د کورونا ویروس دوهمې څپې خپروېدو مخنیوي او روغتیایي مرکزونو کې د اړینو تدابیر چمتوالي په پار د مرکز او ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو سره د وډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

په دې ناسته کې لومړی روغتیایي مسؤلینو په افغانستان او نړۍ کې د کورونا ویروس دوهمې څپې او اوسني حالت په اړه لنډ معلومات ورکړل او د خپلو ادارو په مشرۍ یې هیواد کې د کورونا ویروس دوهمې خپرېدو سره د مبارزې او چمتوالي په پار د وزارت رهبرۍ ته ډاډ ورکړ.

ډاکټر عثماني زیاته کړه؛ چې په هیواد کې د کورونا ویروس د دوهمې څپې راتګ او اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ نه دی، دغه راز عثماني وویل: چې په پلازمینه او ولایتونو کې ټول روغتیايي مسؤلین مکلف دي، چې په هیواد کې د کورونا ویروس د دوهمې څپې خپرېدو مخنیوي او مبارزې په پار لازم چمتوالی ونیسي.

سربېره پردې، ډاکټرعثماني د کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې ټولو روغتیایي مرکزونو تجهیز، د کوویډ - 19 پروژې د قراردادونو غزول، د کورونا ویروس ناروغانو د تشخیص ظرفیت لوړول، په مرکزي او ولایتي لابراتوارونو کې د تشخیصي توکو تجهیز او بشپړول، د څانګو ترمینځ لا همغږي او روغتیایي ادارو د کړنو څخه څارنې په اړه مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

دغه راز د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر د ولایتونو روغتیایي کار کونکو د معاشونو ژر تر ژره تادیه کولو او هغه خصوصي روغتیايي مرکزونه چې د کورونا ویروس غیر معیاري تشخیصیه معاینات ترسره کوي مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې. ترڅو دغه روغتیایي مرکزونه د عامې روغتیا وزارت له تاکل شویو معیارونو سره سم روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي که نو له سر غړونکي سره به قانوني چلند وشي.

همدارنګه په دې ناسته کې، روغتیايي مسولینو د یاد شویو مسلو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل او په دې برخه کې یې د عامې روغتیا وزارت مشرتابه سره یې د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۹:۳۱
Background image

په انتاني او افغان جاپان روغتونونو کې د تشخیصیه خدماتو لپاره د نویو مجهزو ودانیو د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نورجلال جلالي له لوري د انتاني او افغان جاپان ساري ناروغیو د درملنې ملي او تخصصي روغتونونو کې د نږدې سل میلیونه افغانیو په ارزښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

BACK TO NEWS