په هېواد کې د اکسیجن کمښت د حل په پار د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه هڅه

Panah_moph
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۱۸:۱
په هېواد کې د اکسیجن کمښت د حل په پار د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه هڅه

یکشنبه، چنګاښ ١٣/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن له لرې لارې د نړیوال بانک استازو سره په یوه ناسته کې، د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ د پېرودلو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د عامه روغتیا وزارت سرپرست، د اکسیجن د تولید اته دستګاه وؤ چې ټاکل شوې د نړیوال بانک لخوا وپېرودل شي د تدارکاتي پروسې پر ګړندي کولو باندې ټینګار وکړ او د نړیوال بانک څخه یې د تدارکاتو پروسې ګړندۍ کولو په پار د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ډاکترمجروح، د اکسیجن کمښت د کورونا په درېیمې څپې کې د روغتیا سکتور یوه لویه ننګونه وبلله او ویې ویل چې موږ اوس د اکسیجن د تولید لس دستګاه وو ته جدي اړتیا لرو.

په ورته وخت کې په کابل کې د نړیوال بانک استازي ډاکتر حبیب احمدزي د عامې روغتیا وزارت سره د نړیوال بانک په همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې په روغتیایي مرکزونو کې د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ برابرول د نړیوال بانک له لومړیتونو څخه دي او موږ به د دې ستونزې د حل لپاره هڅه وکړو.

همدارنګه، په دغه ناسته کې، په افغانستان کې د کورونا واکسین برابرولو د څرنګوالي په اړه بحث وشو او د عامې روغتیا وزارت سرپرست د کورونا ویروس د مخنیوي یواځنۍ موثره لار د کورونا واکسین تطبیق کول وبلل او له نړیوال بانک څخه یې وغوښتل چې د کورونا واکسین د چمتو کولو په برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره لا زیاته مرسته وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS