په هېواد کې د دودیز طبابت بوټو کرلو پرمختګ او بنسټیز کولو په پار ناسته وشوه
د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان معین ډاکټر بشیر نورمل د افغانستان طبي شورا، د لوړو زده کړو وزارت، سوداګرۍ، کرنې او نورو اړوندو ادارو له استازو سره په کتنه کې د دوديز درملو د اداري پیاوړتیا پر لارو چارو بحث وکړ.
په دې ناسته کې، د پالیسۍ او پلان معین په هېواد کې د دوديز درملو اهمیت، پیاوړتیا او سیستماتیک کولو باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: د دې دود د تنظیم او تقویت لپاره باید جدي ګامونه پورته شي او بهرته په ټیټه بیه د خامو موادو، دودیز درملو د لېږد مخه ونیول شي، ترڅو په هیواد کې دننه په معیاري توګه د دویز درملو جوړولو او خدمتونو چمتو کونکي وکولی شي چې په علمي، سیستماتیک ډول د ساینسي معیارونو سره سم خدمتونو وړاندې کړي.
د ناستې برخوالو د عامې روغتیا وزارت، طبي شورا، د لوړو زده کړو وزارت، سوداګرۍ، کرنې او نورو اړوندو ادارو د استازو د ګډې کمېټې پر جوړولو ټینګار وکړ.
چې یاده کمېټه به په هېواد کې د ننه د دودیز درملو د جوړولو، ظرفیت، او دې برخه کې د شته ستونزو په اړه عمومي کتنه وړاندې کړي.
سربېره پردې، د دې طرحې د دوام او عملي کولو په پار، برخه اخیستونکو وړاندیز وکړ چې دودیز درملو پیاوړتیا، تنظیم او سیستماتیک کول، د درملو بوټو کرل د عامه او خصوصي مشارکت چوکاټ کې پلي شي او د اړتیا په صورت کې نوموړې طرحه د اقتصادی شورا سره شریکه شي.