په هېواد کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته وده ورکولو په موخه د عامې روغتیا وزارت د رهبري پلاوي غونډه ترسره شوه
دغه غونډه د پالیسۍ او پلان جوړونې معین ښاغلي ډاکټر بشیر نورمل په مشرۍ، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو معین ډاکټر وحید مجروح، د مالي او اداري معنیت سرپرست ډاکټر عبدالقدیر قدیر او د عامې روغتیا وزارت د رییسانو په شتون کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د ښه کولو په پار د سهیلا صدیق په تالار کې ترسره شوه.
د پالیسۍ او پلان جوړونې معین په پیل کې د جلالتمآب ولسمشر د لارښوونو په اړه چې په هېواد کې د روغتیایي خدمتونو ښه کولو د تطبیق او پلي کولو په اړه چې د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو ته سپارل شوې وه، له ګډونوالو سره یې خبرې وکړې او له روغتیایي مسؤلینو څخه په ټاکلي وخت کې د دغو لارښوونو د پلي کېدو غوښتونکی شو.
همدارنګه د عامې روغتیا وزارت معینانو د دغه لارښوونو د تطبیق او پلي کېدو لپاره د دغه وزارت له بېلابېلو برخو کمېټې ټاکلي دي تر څو په یو ټاکلي وخت کې له همغږۍ سره سم کوم اقدامات چې په دې برخه کې لازم دي ترسره شي.
د یادونې وړ ده د هېواد ولسمشر لخوا چې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د ښه کولو په پار کومې لارښوونې روغتیایي مسؤلینو ته ورکړل شوې دي په لاندې ډول دي: د روغتیایي کارکونکو کړنو ته د احترام په پار د څلي جوړ ول کوم چې د کورونا ویروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړﺉ دی، همدارنګه د دوی کورنیو ته د امتیازاتو په پام کې نیول/ځانګړې پاملرنه او د کار کونکو د ستاینې لړۍ چې په خورا سختو شرایطو کې خپلې دندې په ښه ډول ترسره کړي دي.
سربېره پردې د هغه ګمارنو د اعتبار نشتون چې د قانون له مخې یې واک د هېواد د ولسمشر دی اما د وزارت د مقام په حکم ګمارل شوي دي، د ټولو مشخصاتو په درلودو سره د هغه کار کونکو نوملړ/لیست چمتو او لېږل چې د NTA معاش کې شامل دي او نړیوالو مؤسسو څخه معاش تر لاسه کوي. په روغتونونو کې د خدمتونو ښه کول، د دوی اغېزمنتوب او ګټورتیا په نظر کې نیولو سره د پروژو بیاکتنه/ مدغم کول او همدارنګه د ولسمشر د لارښوونو په شمول ځینې نورې مسلې دي.