ډاکټر مسعود احمدي د تخار ولایت عامې روغتیا رییس په توګه وګمارل شو
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده تغیر او تبدیل او له احکامو پیروی د نظام اصل یاد کړ او په همدې موخه یې د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس ډاکټر مسعود احمدي د تخار ولایت د عامې روغتیا رييس په توګه د دې ریاست کارکوونکو ته ورپېژنده.
د مالي او اداري چارو مرستیال دغه راز د تخار عامې روغتیا نوي ګمارل شوي رییس ته په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه او د یاد ریاست له کارکوونکو یې وغوښتل چې د تل په څېر خپلو اړوندو چارو ته دوام ورکړي؛ څو په دې ولایت کې د ټولو ناروغو هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه ترسره او درملنه یې وشي.