ژوند پاڼه

د محترم الحاج ډاکټر قلندر عباد  ژوند لیک او پیژندنه 

 د عامې روغتیا وزارت سرپرست

الحاج ډاکټر قلندر عباد د علی جان  زوی  په  ۱۳۵۹ هجري شمسي کال کې د پکتیکا  ولایت د سرحوضه  ولسوالۍ په مارزک کلي کې په یوه دیني ، پوهه ، علمد محترم الحاج ډاکټر قلندر عباد پروره، او مجاهده   کورنۍ کې زیږیدلی دی. ښاغلي الحاج قلندر عباد  خپلې لومړنۍ زده کړې د پیښورحضرت  امام حسین او بی بی عایشه (رضی الله عنهما) ښونځی کې  بشپړې کړي دي او دهغه څخه وروسته د ننګرهار طب پوهنځي  کي شامل شواو د MD   سند  يې تر لاسه کړی. نوموړی د MS Urology  په څانګه کې د اسلام اباد پاکستان میډیکل ساینسیس انستیتوت ( PIMS) کی یی  ماستری تر لاسه کړی ده. ښاغلي ډاکټر الحاج  قلندر د ملي ژبو سربیره، په  انګلیسي او اردو ژبو هم پوهیږي.

سربیره پردې، د روغتیا په مختلفو څانګو کې په یو ورځنی او دری ورځنی ملي او  بین المللی کنفرانسونو کې ګدون کړی  او په  خارج او داخل کې یی د روغتیا په خصوصی سکتور کې هم خپل هېوادوالو ته خدمات ترسره کړی دی.

الحاج ډاکټر قلندر عباد د افغانستان د اسلامی امارت د عامې روغتیا وزارت د سرپرست وزیر په توګه ژمن دی چې وزارت کې د ښه حکومتداری  اصل پیاده کړي او هڅه کوي چې د اسلامي او شریعي اصولو او د ملي ارزښتونو په رڼا کې ټول افغان ولس چې د افغانستان په هرګوټ کې ژوند کوي بې له کوم توپیر څخه د معیاري او با کیفیته روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شي.