‎د عامې روغتیا وزارت د تخصصي او ثالثي روغتونونو  رئیسانو سره ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۳:۳۷
moph

‎دغه ناسته د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ د یاد وزارت د مرکزي رئیسانو او د تخصصي او ثالثي روغتونونو له رئیسانو سره په مرکزي روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو ښه والي په موخه ترسره شوه

‏‎په دې ناسته کې ښاغلي مرستیال، د ثالثي او تخصصي روغتونونو رئیسانو ته لارښوونه وکړه، چې د اداري اصولو، اسنادو د طی مراحلو، د دندې پر وخت حاضرېدو، د بې‌نظمۍ د مخنیوي، د خدمتونو د کیفیت د لوړولو او د ناروغانو د ستونزو د حل په برخه کې جدي اقدامات ترسره کړي.

‏‎همدارنګه، د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي او د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس ډاکټر امین‌الله مومند د مرکزي روغتونونو له رئیسانو سره د لیدنې پر مهال په کابل کې د ځینو روغتونونو د کتنو او د هغوی د مثبتو تجربو د پلي کولو، د کمپیوټري نسخو د لیکلو، د لومړنیو، ثانوي او ثالثي خدماتو د ښه‌والي او نورو مهمو موضوعاتو په اړه ګډونوالو ته وینا وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS