ټول خبرونه
د عامې روغتیا وزارت د روغتیا ملي انسټېټیوټ د TEPHINET نړیوالې ادارې څخه یوه ستره لاسته راوړنه ترلاسه کړه
د عامې روغتیا وزارت د روغتیا ملي انسټېټیوټ د اپیدیمیولوژۍ پروګرام د نړیوالې ادارې TEPHINET له لوري د اعتبار سند ترلاسه کړ، چې دا د هېواد د روغتیایي سکتور لپاره یوه ستره لاسته راوړنه. . .
کاپیسا او سمنګان ولایتونو کې ۸ ټنه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي له منځه یوړل شول
دغه درمل او خوراکي توکي د یادو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري له منځه یوړل شول.
په دغه نظارت کې ۳ ټنه درمل او خوراکي توکي په کاپیسا ولایت کې او ۵ ټنه. . .
غور ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري د دغه ولایت واکسیناتورانو ته د روغتیایي فعالیتونو د اسانتیا په موخه ۴۳ عرادې موټرسايکلونه وویشل شول
د غور د عامې روغتیا رئیس، شیخ مولوي عبدالواحد حماس د یونیسیف ادارې له دوامدارو همکاریو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، دا موټرسایکلونه به د واکسین د خدمتونو د لاسرسي په ښهوالي کې، په. . .
د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه
یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د ګرځنده روغتیایي مرکزونو رئیس ډاکټر ظاهر محمد منګل، د مالي او حسابي، تدراکاتو، تاسیساتو او ساختماني چارو او د عدلي طب ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو. . .
د هېواد د یو شمېر ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره د الهي پېښو پر مهال د ناروغانو روغتیایي وضعیت ته د رسېدنې په موخه ناسته ترسره شوه
دغه ناسته چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ په آنلاین ډول ترسره شوه، په کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس. . .
د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د جاپان هېواد له نوي سفیر، ښاغلي کنیچي ماساموتو سره لیدنه وکړه
په دې لیدنه کې نوي سفیر ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ په روغتیايي برخه کې د جاپان هېواد د مرستې په ځانګړي ډول د جیکا ادارې له لوري د کابل افغان جاپان او انتاني تخصصي روغتونونو کې د. . .
د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ملي برنامې ریاست، د وقایوي طب لوی ریاست او د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت یو ګډ پلاوی په رسمي سفر ایران هېواد ته ولاړ
ياد پلاوی به د دې سفر په ترڅ کې د ايران هېواد د روږدو درملنې د روغتيايي مرکزونو له نظارتي بهیر څخه لیدنه وکړي او همداراز به د ایران هېواد د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې او د. . .
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ معینیت کې د EPHS او BPHS روغتیایي کڅوړو د بیاکتنې په موخه ناسته ترسره شوه
په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د معینیت مشاورینو، یو شمېر مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او. . .
ننګرهار او بلخ ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو او خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو
دغه نظارت چې د یادو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د څارنې او پلټنې نظارتي ټیمونو له لوري تر سره شو، پایله کې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په لومړۍ او دوهمه ناحیه کې له یو شمېر. . .
