LatestShow all
د خصوصي سکتور څخه نظارت
د خوست ولایت عامې روغتیا ریاست د روغتیایي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري د مرکز متون ښار له یو شمېر خصوصي روغتیايي کلینیکونو او روغتونونو څخه نظارت ترسره شو.
د یاد نظارت په پایله. . .
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیسانو ته د روغتونونو د غوره مدیریت په اړه روزنیز ورکشاپ ترسره شو
په یاد روزنیز ورکشاپ کې د رهبرۍ د برخو، د ناروغ خوندیتوب او د ناروغیو د پېښو مدیرت په اړه ګډونوالو ته بشپړ معلومات وړاندې شول.
د عامې روغتیا وزارت د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس،. . .
د بېلا بېلو ولايتونو ٢٦ تنه طبي تکنالوجستانو ته د ظرفیت لوړولو په موخه ٦ ورځنی روزنیز ټریننګ ترسره شو
د عامې روغتیا وزارت د تشخیصیه ریاست اړوند، مرکزي لابراتوارونو آمریت له لوري د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ د مرکز کابل په ګډون د ننګرهار، هرات، پکتیا او کندز ولایتونو ۲۶ تنه. . .
په تخار ولایت کې د روغتیایي خدماتو څخه څارنه تر سره شوه
د تخار ولایت عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري په مرکز تالقان ښار کې د ۱۴ راډیولوژي مرکزونو څخه نظارت ترسره او مسؤلینو ته یې د شعایي تحفظ د کنټرول په اړه. . .
د افغانستان اسلامي د عامې روغتيا وزير ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په قطر هيواد کې د هالينډ هيواد له شارژدافیر او نوموړي هیواد د همکاریو د سازمان د مسؤولې سره ليدنه تر سره کړه
په دې لیدنه کې د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزه همکاریو، د دوامدار او پر ځان بسیا روغتیایي سیستم پر اړتیا، د ریښتينو روغتیایي معلوماتو او روغتیایي لومړیتوبونو اړوند د پوهیدلو او اغیزمنو. . .
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي ډاکټر قلندر عباد قطر هيواد ته د خپل رسمي سفر په جریان کې د افغانستان لپاره د جایکا JICA ادارې له مسؤول سره ليدنه تر سره کړه
په دې لیدنه کې پر اوږمهاله او اغیزمنو روغتیایي خدماتو بحث او خبرې تر سره شوې.
ښاغلي عباد وویل دا چې اوس افغانستان کې امن دی ، د هيواد هرې ولسوالۍ او کلي ته د تګ زمینه برابره شوې ده نو. . .
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزير ښاغلي ډاکټر قلندر عباد قطر هيواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د فرانس هيواد له شارژدافیر سره لیدنه تر سره کړه
په ياده ليدنه کې په کابل کې د فرانسویانو روغتون د اصلاحاتو ، د روغتیایي خدمتونو د لګښتونو پر کموالي او په وړیا ډول بې وسه ناروغانو ته د روغتیایي خدماتو وړاندی کولو اړوند خبرې تر سره شوې. . .
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد قطر هيواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د FCDO ادارې د افغانستان لپاره د روغتیا د برخې مسؤول سره ليدنه تر سره کړه
په دې ليدنه کې د روغتیا په برخه کې ریفورم، د موازي روغتیایي پروژو د ادغام، مستقیم تعامل direct engagement پر اړتیا او د روغتیایي پرسونل لپاره د مسلکي روزنیزو لنډ مهاله او اوږدمهاله. . .
د پولیو له منځه وړلو بیړني عملیاتي مرکز رئیس د ننګرهار د عامې روغتیا له رئیس سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه
د عامې روغتیا وزارت د پولیو له منځه وړلو بیړني عملیاتي مرکز رئیس، الحاج ډاکټر عبدالقدوس بریالي ننګرهار ولایت کې د پولیو ناروغۍ سره د مبارزې په موخه د یاد ولایت د عامې روغتیا له رئیس،. . .