LatestShow all
په هلمند ولایت کې د خصوصي سکتور څخه نطارت تر سره شو
د هلمند عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري په ګرمسېر ولسوالۍ کې د یو شمېر خصوصي روغتیايي مرکزونو، عمومي کتنځایونو، درملتونونو او غاښونو کتنځایونو څخه نظارت. . .
د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیسانو ته د غوره مدیریت ورکشاپ تر سره شو
د عامې روغتیا وزارت د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیسانو ته د روغتونونو د غوره مدیریت په اړه هر اړخيز روزنيز ورکشاپ پای ته ورسيد چې په پای کې يې نږدې ديرش تنه مسؤولينو ته د فراغت سندونه. . .
د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري په یاد ولایت کې د یو شمېر خصوصي روغتونونو او کتنځایونو څخه نظارت ترسره شو
د یاد نظارت په پایله کې د یو روغتون درې روغتیايي څانګې د مسلکي پرسونل د نه شتون له امله وتړل شوې.
همداراز له یو شمېر کتنځایونو څخه په خپل سر جوړې شوې غیرې معیارې لوحې راټولې او له منځه. . .
د ننګرهار ۲۰ روغتیایي مرکزونو ته د ۲ لکه امریکایي ډالرو په ارزښت نوي سولري یخچالونه ورکړل شول
یاد یخچالونه چې د یونیسیف سازمان په مالي همکارۍ اخیستل شوي د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف او يو شمير نورو مسؤولینو په شتون کې د يونيسف ادارې له لورې وسپارل شول.
په فراه ولایت کې د نږدې ۱۶ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د زېږنتون دوه پوړيزه ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه
د يادې ودانۍ د پرانستې پر مهال د فراه ولایت د عامې روغتیا رياست رئیس مولوي احسان الله وويل؛ دا دوه پوړيزه ودانۍ د UNCHR سازمان په مالي لګښت جوړه شوې ده ، چې تر دې وړاندې د زېږون څانګې. . .
مولوي مصطفی بهار د عامې روغتیا وزارت د ګرځنده روغتیايي خدمتونو د رئیس په توګه د یاد ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل شو
د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر رئیس، ملا محمد حسن محمدزي له لوري مولوي مصطفی بهار د عامې روغتیا وزارت د ګرځنده روغتیايي خدمتونو د رئیس په توګه د یاد ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل شو
. . .په ننګرهار ولایت کې د شفري نسخو د مخنیوي په موخه نظارت تر سره شو
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري په مرکز جلال اباد ښار کې د یو شمېر خصوصي کتنځایونو څخه د شفري نسخو لیکلو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو.
د. . .
په ټول هیواد کې د روغتونونو څیړل او د درجه بندۍ لړۍ پیل شوه
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري په هېواد کې د روغتیايي مرکزونو د درجه بندۍ پروسه له مرکز کابل څخه ولایتونو ته وغزېده
د دې پروسې موخه د یو معیاري چکلېست له مخې د. . .
په نورستان ولایت کې یو فرعي روغتیايي مرکز پرانیستل شو
د نورستان ولایت د وایګل ولسوالۍ اړوند، په ینشا سیمه کې د دې سیمې اوسېدونکو ته د لومړنيو روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو په موخه یو فرعي روغتیايي مرکز پرانیستل شو
یاد روغتیايي مرکز کې. . .