د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د عامې روغتیا وزارت اړوند (د سرطان د کنټرول ملي پروگرام د نلدواني وسایلو داوطلبۍ) تړون چې د پېژندنې شمېره یې (MOPH/1405/NCB/G-1794)ده. د (ویدا ویرا لوژستیکي خدماتو) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (68699) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (قلعه موسی لسمه ناحیه مرکز کابل،) کې دی. چې د تړون بیه یې (694,998) شپږ سوه څلور نوي زره نهه سوه اته نوي افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې خپلې نیوکې په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر پنځو کاري ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو تدارکات آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.
