د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر دوام لري

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۶:۹
moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په کابل کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر په ترڅ کې له خان روغتون څخه لیدنه وکړه

په دې ليدنه کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال وویل: د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتونونو د ارزونې بهیر د علمي معیارونو پر بنسټ پیل شوی، چې موخه یې د خدمتونو معیاري کول او د ناروغانو د خوندیتوب تأمین دی، دا بهیر د دوامدارو هڅو او اړین چمتووالي وروسته د روزل شوي مسلکي ټیم له لوري پر مخ وړل کېږي.

ښاغلي مرستیال همداراز، د اعتبار ورکولو پروسې اړوند ټیم ته لارښوونه وکړه، چې دا بهیر په بشپړ شفافیت او پوره پاملرنې سره مخ ته یوسي؛ تر څو هېوادوالو ته د معیاري خدمتونو زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده، چې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر به په لومړي پړاو کې په مرکز او وروسته به په ولایتونو کې پر ټولو خصوصي روغتونونو تطبیق شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۶:۹
Background image

د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر دوام لري

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په کابل کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر په ترڅ کې له خان روغتون څخه لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۶:۵
Background image

په پروان کې د حادو اوبلنو اسهالاتو د مخنیوي په موخه دوه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

د پروان ولایت د عامې روغتیا ریاست د کنفرانسونو په تالار کې د ټولنې ګډون (CEP) تر سرلیک لاندې د حادو اوبلنو اسهالاتو (AWD) مخنیوي په موخه د ټولنې د روغتیايي کارکوونکو، رضاکارانو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۵۷
Background image

د انفلونزا د سرویلانس د پیاوړتیا په موخه دوه ورځنی ریفریشر روزنیز پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس مفتي عبدالقدوس هاشمي د هېواد د اتو حوزو د انفلونزا د اسیستانتانو او همکارو اسیستانتانو لپاره جوړ شوي دوه ورځني ریفریشر روزنیز پروګرام کې. . .

BACK TO NEWS