خوست ولایتي روغتون کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت لس بستریزه د بېړنۍ پاملرنې (ICU) څانګه پرانیستل شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۹:۸
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې د لس بستریزې بېړنۍ پاملرنې (ICU) څانګه پرانیستله.

یاده څانګه چې د لسو بسترو ظرفیت لري، په معیاري طبي تجهیزاتو سمبال او د روغتیايي خدمتونو د لا ښه وړاندې کولو په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یادې څانګې د پرانیستې مراسمو کې ښاغلي  مرستیال وویل، ا.ا ژمن دی چې خپلو هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمتونه چمتو کړي او د دې موخې لپاره په راتلونکي کې هم پراخ پلانونه تر لاس لاندې لري.

همدارنګه، د خوست ولایت د والي مرستیال، محبوب شاه قانت وویل: خلکو ته د روغتیايي اسانتیاوو برابرول د ا.ا، اساسي اصل دی او ا.ا ژمن دی چې نه یوازې په خوست، بلکې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې روغتیايي او پراختیايي پروژې پلې کړي، ترڅو د خلکو پر وړاندې د دولت مسؤلیت په ښه توګه ادا شي.

د خوست ولایت د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر اکرم محمد عکرمه وویل چې په نږدې راتلونکي کې به په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د ښه والي، معیاري کېدو او د نورو روغتیايي مرکزونو د جوړولو لپاره نور اقدامات هم ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د ارزګان ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې ۳۷ قلمه له نېټې تېر او غير مجاز درمل او يو ټن له نېټې تېر خوراکي توکي راټول شول

د ارزګان عامې روغتيا رياست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د ياد ولايت خاص ارزګان ولسوالۍ کې له روغتیايي تاسیساتو، د خوراکي توکو عمده او پرچون پلورنځيو او هوټلونو څخه نظارت ترسره شو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون دريم فصل، څلورويشتمه ماده څلورمه فقره

که د خوراکي توکو درملو او روغتیایی محصولاتو توریدوونکی شرکت په خپلو معياري ګودامونو کې قرنطين شوي توکي د عامې روغتيا يـــا کرنې وزارت د کيفيت د کنټرول لابراتوار د پایلو له رارسېدو نه. . .

BACK TO NEWS