د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي په مشرۍ د ګډ نظارت پروسیجرونو لا پیاوړتیا او نظارتي چارو اغېزمنتیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه
په دې ناسته کې چې د روغتیايي تاسیساتو رئیس، مولوي محمودالله ذاهد، د اړوندو ریاستونو مسؤلینو، تخنیکي او مسلکي استازو ګډون کړی و، د ګډ نظارت پروسیجرونو لا پیاوړتیا، د نظارتي چارو اغېزمنتیا او مؤثرې همغږۍ رامنځته کېدو په اړه هر اړخیز بحث او خبرې ترسره شوې.
په ياده ناسته کې پرېکړه وشوه، چې هر شخص یا اداره له قانوني اجازې پرته هغه روغتیايي مرکزونه، چې د اړوندو مرجعو له لوري مهرلاک شوي وي، په خپل سر بېرته پرانیزي، د څارنې او پلټنې لوی ریاست به د نافذه اصولو او مقرراتو له مخې لازم قانوني اقدامات ترسره کړي.
همدارنګه، د ناستې په پای کې د ګډ نظارت لپاره ځانګړي تخنیکي ټیمونه وګومارل شول او دنده ورکړل شوه، چې د منظور شوي پلان او چک لېست له مخې خپل نظارتي فعالیتونه پیل کړي.
