د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست له لوري د څېړنې مېتودولوژۍ اووه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو
د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست له لوري د اکمال تخصص برنامې د ټریني ډاکټرانو د علمي او څېړنیزو وړتیاوو لوړولو په موخه استقلال روغتون کې د څېړنې مېتودولوژۍ (Research Methodology) تر سرلیک لاندې اووه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو
دا روزنیز پروګرام د اکمال تخصص برنامې د ۲۰ تنو ټریني ډاکټرانو په ګډون تر سره شو، چې اساسي موخه یې د ګډونوالو د څېړنیزې پوهې او مهارتونو پیاوړتیا، د علمي څېړنو له اصولو او بنسټونو سره د هغوی بلدتیا او د روغتیايي څېړنو د طرحې جوړونې او عملي پلي کولو په برخه کې د هغوی د وړتیاوو لوړول دي.
د یاد روزنیز پروګرام په ترڅ کې د څېړنې اصول او بنسټیز مفاهیم، د علمي مطالعاتو ډولونه، د معلوماتو راټولولو او تحليل لارې چارې، د څېړنیزې طرحې (پروپوزل) او علمي مقالو د لیکلو څرنګوالی او په څېړنو کې د اخلاقي اصولو رعایت د مجربو استادانو له لوري تدریس شول.
