د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتون مدیریت (Hospital Management) په برخه کې د روزونکو د روزنې (TOT) پنځه ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۹:۲۹
moph

دغه روزنیز پروګرام، چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ ترسره کېږي، ۳۰ تنو ګډونوالو ته به په کې د روغتون اغېزمن مدیریت، اداري چارو سمون، د خدمتونو کیفیت لوړولو او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر د لا چټکتیا په اړه اړین معلومات او عملي مهارتونه وړاندې شي.

د ياد روزنیز پروګرام د پيل پر مهال، چې د عامې روغتيا وزارت يو شمېر مرکزي رئیسانو هم شتون درلود، د ظرفیت لوړونې رئیس، مجیب الرحمن ماموندزي دغه پروګرام د روزونکو د ظرفیتونو لوړولو برخه کې يو مثبت ګام وباله او د روزنيز بهير پر کيفيت يې ټينګار وکړ.

همدارنګه، د عامې روغتيا وزارت وياند، ډاکټر شرافت زمان وويل: په روغتيايي سيستم د خلکو باور زياتولو لپاره بايد د روغتونونو لازم مدیریت ترسره او په کې د خدماتو کيفيت لوړ شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار کې د ۳۰۹۱ نمونو ازموینه ترسره شوې ده

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار مسؤلینو د تېرې میاشتې په ترڅ کې د درملو او روغتیايي محصولاتو ۲۹۲۰، د خوراکي توکو ۱۳۹ او د اوبو ۳۲ نمونې د کیفیت کنټرول او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۶
Background image

کابل ښار کې د سنتي طب او عطاریو له ۱۹۲ تاسيساتو او د حجامت ‌۱۰ مرکزونو څخه نظارت ترسره شوی

د عامې روغتیا وزارت د سنتي طب ریاست مسؤلینو د تېرې میاشتې په ترڅ کې د سنتي طب له تاسيساتو څخه د ترسره شوي نظارت په پایله کې ۹۰ قلمه د خرڅلاو منع درمل، ۱۴ قلمه کیمیاوي جنسي تقویتي درمل،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۶:۱۹
Background image

د «روغتونونو مدیریت» تر سرليک لاندې  ۱۵ ورځنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

 د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د ننګرهار، کندهار، بلخ، کندز او هرات ولایتونو ۲۱ تنو روغتیايي کارکوونکو لپاره «د روغتونونو مديريت» تر سر ليک لاندې جوړ شوی ۱۵ ورځنی. . .

BACK TO NEWS