د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ څلورویشتمه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۵:۵۶
moph

دغه ناسته د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ، د وزارت د مرستيالانو او مرکزي رئیسانو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د ولسوالیو په کچه د نویو جوړېدونکو عمومي روغتونونو، د یادو روغتونونو لپاره د اړتیا وړ طبي وسایلو او تجهیزاتو برابرولو‌ او په دې روغتونونو کې د غوره روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د متخصصينو روزنې، د درملو او طبي توکو پر وخت تأمین، د روغتیايي مرکزونو د اړتیاوو تنظیم، د اړتیا وړ درملو او طبي توکو مناسب وېش او برابرولو او د غیر دولتي مؤسسو د فعالیت فیس اخیستلو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا ښاغلي وزیر، اړوندو مسؤلینو ته د چارو ښه ترسراوي په اړه لازمې سپارښتنې ترسره او د شته ستونزو پر حل، د سپارل شویو مسؤلیتونو پر ترسره کولو او موجودو نیمګړتیاوو ته پر جدي پاملرنه ټینګار وکړ.

نوموړي لارښوونه وکړه، چې د وزارت ټول فعالیتونه باید له ستراتیژۍ سره سم عیار او ټولې چارې د ټاکل شویو موخو له مخې، په نظم، روڼتيا او مسؤلیت‌پذیرۍ سره ترسره شي.

همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت ښاغلو معینانو او مرکزي رئیسانو د مطرح شویو موضوعاتو او فعالیتونو بهیر ښه والي په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک او ډاډ یې ورکړ، چې د خپلو سپارل شویو مسؤلیتونو په برخه کې به لازم اقدامات ترسره کړي.

ورته مهال، د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې مسؤلینو د ۱۴۰۴ لمریز کال د نظارتي فعالیتونو د راپور په اړه، چې د هېواد د ۳۴ ولایتونو حوزوي او ولایتي روغتونونه او همدارنګه، تخصصي او ثالثي روغتونونه تر پوښښ لاندې نیسي، پریزنټېشن وړاندې کړ او د دغه راپور مهمې پایلې او اساسي ټکي یې د وزارت له رهبرۍ سره شریک کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۱۰
Background image

په زابل ولايت کې د ۶ ميليونه افغانيو په لګښت پنځه روغتيايي مرکزونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

ياد روغتیايي مرکزونه د زابل ولايت د پنځو ولسواليو په لرې پرتو سيمو کې د روغتیايي خدماتو پراختيا او ورته د خلکو لاسرسي اسانتيا په موخه جوړ شول؛ څو د خلکو لومړنۍ روغتيايي اړتياوې پوره او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۴۷
Background image

د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ روغتون ته ۴۶ قلمه طبي او غیرطبي تجهیزات وسپارل شول

دغه تجهيزات د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له لوري د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ روغتون د تجهیز او اړتیاوو پوره کولو په موخه پېرل شوي او د بادغیس د عامې روغتیا ریاست د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۷
Background image

کابل ښار کې د درملو له ۷۴ عمده پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې ریاست مسؤلینو د سنبلې میاشتې په ترڅ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د درملو له ۷۴ عمده پلورنځیو څخه د معیاري چک‌لېستونو په کارولو سره نظارت تر. . .

BACK TO NEWS