په کابل ښار کې د روان کال اسد میاشتې په ترڅ کې له ۱۰۰ وارداتي شرکتونو، ۱۳۳ عمده‌ پلورنځيو او د درملو له ۳۰ تولیدي کارخونو څخه نظارتونه ترسره شوي دي

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۶:۱۱
moph

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست د روان کال اسد میاشتې په ترڅ کې د سوداګریزو او تولیدي فعالیتونو د تنظیم او د درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت تأمین په موخه په کابل ښار کې له ۱۰۰ وارداتي شرکتونو، ۱۳۳ عمده پلورنځیو او د درملو او روغتيايي محصولاتو له ۳۰ توليدي کارخونو څخه نظارتونه ترسره کړي دي.

د دغو نظارتونو په پایله کې ۳ وارداتي شرکتونه او ۲۴ د درملو عمده‌ پلورنځي د پېرلو قانوني اسنادو نه شتون، د غیر معیاري بیلونو کارولو، پرچون‌فروشۍ، د مسلکي مسؤل اړوند ستونزو او د بیو نه مراعت له امله په موقتي توګه تړل شوي دي.

همدارنګه، ۹۱ قلمه هغه درمل چې رسمي او قانوني اسناد یې نه درلودل، راټول او د له منځه وړلو په موخه اړوند ځای ته لېږدول شوي دي.

سربېره پر دې، له عمده‌ پلورنځيو څخه ۱۷ قلمه او له وارداتي شرکتونو څخه ۶ قلمه مشکوک درمل د کیفیت تثبیت په موخه د درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت کنټرول لابراتوار ته استول شوي دي او د نظارت په برخه کې له کارتونو سره د هغو مواردو د اصلاح لپاره چې سمون ته اړتيا لري، ۲۳ اصلاحي مکتوبونه شريک شوي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS