د افغانستان او بېلاروس ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پراختیا په اړه هوکړه وشوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۸
MOPH

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي بېلاروس ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د روغتیا له وزیر، ښاغلي هودژایف الکساندر سره د روغتيايي همکاريو د پراختيا په موخه لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې افغانستان ته د درملو واردولو، طبي تجهیزاتو، د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې او د څېړنیزو معلوماتو د تبادلې په ګډون پر بېلابېلو روغتیايي موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.

د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دې لیدنه کې وویل: د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي له بېلابېلو هېوادونو سره د روغتیايي همکاریو کچه پراخه کړي او د مسلکي تجربو، طبي تجهیزاتو، درملو او روغتیايي خدمتونو په برخو کې د همکاریو له پراختیا څخه د هېواد د روغتیايي نظام د پیاوړتیا لپاره ګټه واخلي.

بل لور، د بېلاروس د روغتیا وزیر، ښاغلي هودژایف الکساندر هم د افغانستان له روغتیايي سکتور سره همکاریو ته په اشارې وویل: هېواد یې چمتو دی، چې د درملو، طبي تجهیزاتو، روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او د مسلکي او علمي تجربو د تبادلې په برخو کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ پراخې کړي.

د دغې لیدنې په پای کې د افغانستان او بېلاروس ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پراختیا، درملو او طبي تجهیزاتو، روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او د علمي او څېړنیزو معلوماتو د تبادلې په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا هوکړه وشوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۶:۰
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د خوست له والي، ښاغلي مولوي عبدالرحمن حقاني سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د خوست ولایت د روغتیايي وضعیت، روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهير او د خلکو د روغتیايي اړتیاوو په اړه  بحث او خبرې تر سره شوې. د خوست والي په دغه ولايت کې د روغتيايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۳۱
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ښار خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر د پایلو د اعلانولو په موخه غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د افغانستان ا.ا د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال ښاغلي الحاج مولوي عبدالسلام حنفي، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۵
Background image

د ګډ نظارتي چک‌ لېست د اصلاح په موخه ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي په مشرۍ د ګډ نظارتي چک‌ لېست د بیاکتنې او معیاري کولو په موخه ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د طبي شورا لوی ریاست،. . .

BACK TO NEWS