بایومیډیکل ټکنیشن!
Publish Date
Closing Date
دنده: بایومیډیکل ټکنیشن
اړوند اداره: د جدي پاملرنې څانګې (ICU) پروژه
ولایت: غزني
د دندې ځای: د غزني حوزوي روغتون د جدي پاملرنې (ICU) څانګه
د بست شمېر: ۱
د قرارداد موده: یو کال (د تمدید وړ)
معاش: د NTA معاشاتو د نورم مطابق
تابعیت: افغان
جنسیت: نارینه / ښځینه
د اعلان د پیل نېټه: ۱۴۰۵ / ۷ /۱۹
د اعلان د پای نېټه: ۱۴۰۵ / ۷/ ۲۸
د دندې لنډیز :
د بایومیډیکل ټکنیشن دنده دا ده چې د جدي پاملرنې (ICU) په څانګه کې د طبي تجهیزاتو د نصب، حفظ او مراقبت، ترمیم او مؤثرې استفادې مسؤلیت پر غاړه واخلي. نوموړی به د ICU د مسؤل او د ادارې سره په همغږۍ د تجهیزاتو د فعال ساتلو، دوامدار نظارت او تخنیکي ملاتړ سیستم رامنځته کوي، تر څو د ICU معیاري خدمات په مؤثره توګه وړاندې شي، خو یاد مسؤلیتونه یوازې په همدې نه محدودېږي.
دندې او مسؤلیتونه:
- د ICU ټول طبي وسایل او تجهیزات تنظیم، ساتنه، حفظ او مراقبت کول.
- د طبي تجهیزاتو د حفظ او مراقبت لپاره معیاري طرزالعملونه او کړنلارې ترتیب او تطبیق کول.
- د ټولو طبي تجهیزاتو د نصب، منتاژ او تخنیکي تنظیم مسؤلیت اخیستل (د تجهیزاتو تخنیکي ځانګړتیاوې، مناسب ځای، تودوخه او د کیبلونو منظم تنظیم په پام کې نیول).
- د ICU تجهیزاتو دوامداره نظارت او مانېټرینګ، تر څو د هغوی مؤثره استفاده یقیني شي، او د وضعیت راپور اړوند ادارې ته وړاندې کول.
- د ICU تجهیزاتو د ترمیم مسؤلیت او د ترمیم، حفظ او مراقبت لپاره تخنیکي رهنمودونه جوړول.
- د ICU دننه د تجهیزاتو ترمیم ترسره کول، او که اړتیا وي د اصولو مطابق له ICU څخه بهر د ترمیم زمینه برابرول.
- د ټولو طبي تجهیزاتو د لیست او مشخصاتو ترتیب (د تجهیزاتو تاریخچه، د نصب نېټه، شرکت، تخنیکي مشخصات او غیر فعال تجهیزات).
- د طبي تجهیزاتو د پرزو او لوازمو لیست ترتیب او د اړتیا پر مهال له مرکزي دفتر سره شریکول.
- د هر ماشین د ملزوماتو او تخنیکي مشخصاتو ثبت، او د ترمیم، سرویس او تبدیلۍ لپاره پلان ترتیب او عملي کول.
- د طبي وسایلو د مؤثریت ساتنه او د خرابۍ او غیر فعالېدو څخه مخنیوی، د نصب کیفیت، د فضا پراخوالی، مناسبې تودوخې، برېښنا او نورو اړینو شرایطو په پام کې نیولو سره.
- د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان ترتیب د عمومي پلان سره سم، تر څو ټاکل شوي اهداف ترلاسه شي.
- د فعالیتونو او لاسته راوړنو میاشتني، ربعوار، کلني او اړتیا پر مهال راپورونه ترتیب او ادارې ته وړاندې کول.
- د طبي تجهیزاتو د سیستم د ښهوالي او پراختیا لپاره اغېزمن وړاندیزونه وړاندې کول.
- د میاشتني تخنیکي راپور ترتیب او د ادارې مسؤلینو ته سپارل.
- د مستقیم آمر لخوا سپارل شوې نورې اړوندې دندې ترسره کول.
- بایومیډیکل ټکنیشن د جدي پاملرنې (ICU) څانګې مسؤل ته راپور ورکوي.
د شاملېدو لازمي معیارونه او وړتیاوې:
- د افغانستان تابعیت ولري.
- د بایومیډیکل، الکترونیک، یا اړوند تخنیکي برخو کې د فوق بکلوریا یا لیسانس سند ولري.
- لږ تر لږه یو (۱) کال اړوند کاري تجربه ولري.
- د رسمي مکاتیبو د لیکلو مهارت او د Microsoft Office پروګرامونو (Word، Excel، PowerPoint) سره کاري وړتیا ولري.
- د قوي افهام او تفهیم او اړیکو مهارت ولري.
- د هېواد په یوه رسمي ژبه (پښتو یا دري) تسلط او په انګلیسي ژبه بلدتیا ولري.
د ثبت نام طریقه:
درنو کاندیدانو کولای شي خپل (CV) په لاندې برېښنالیک پته ولېږي، او یا هم د خپل (CV) هارډ کاپي د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د اعلانونو او کاري موندنې عمومي مدیریت ته وسپاري.
mophgdsa@gmail.com