د مرکز او ولایتونو ۱۵۰ تنو د سنتي طب طبيبانو د مسلکي ظرفیت لوړونې ښوونیز پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۲۳
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د سنتي طبابت د چارو تنظیم ریاست په نوښت او د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په مالي ملاتړ، د مرکز او ولایتونو ۱۵۰ تنو د سنتي طب طبيبانو د مسلکي ظرفیت لوړونې ښوونیز پروګرام د ټاکل شویو ښوونیزو موضوعاتو له بشپړېدو وروسته پای ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د یاد پروګرام د پای مراسمو کې په هېواد کې د سنتي طبابت د بیا راژوندي کولو، پیاوړتیا او معیاري کولو پر اهمیت ټینګار وکړ او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې د اړوندو معیارونو، مسلکي اصولو او نافذه مقرراتو په رعایتولو سره د سنتي طبابت د ودې او خدمتونو د کیفیت ښه‌والي لپاره هڅې وکړي.

د دغه ښوونیز پروګرام موخه د سنتي طب د طبيبانو مسلکي ظرفیت لوړول، د اړوندو قوانینو او معیارونو په اړه د هغوی پوهاوی زیاتول، د سنتي طبابت د خدمتونو معیاري کول او د سنتي طب د طبيبانو او تنظیموونکو ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا وه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۲:۱۸
Background image

د افغانستان او روسیې ترمنځ د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې له روسیې څخه راغلي پلاوي او په افغانستان کې د یاد هېواد د سفارت له استازو سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۲:۱۵
Background image

د فاریاب ولایت روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه فاریاب ولایت ته سفر ترسره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د ۲۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د یوه معیاري جامع روغتیايي مرکز د جوړېدو ډبره کېښودل شوه

یاد روغتیايي مرکز د شهید افسرزي کورنۍ له لوري په شپږ جریبه ځمکه کې د ۲۸ بستریز ظرفیت په لرلو سره جوړېږي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین‌الله شریف د شهید افسرزي کورنۍ، په. . .

BACK TO NEWS