د عامې روغتیا وزارت له لوري د رواني روغتیا په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه
په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان، تطبیق کوونکو مؤسسو او رسنیو استازو ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال وویل: « د رواني روغتیا د خوندیتوب لپاره هڅې زیاتې شوې او په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه هم شوي دي.» نوموړي زیاته کړه، چې د رواني روغتیا خدمتونه پراخ شوي او په یو شمېر ولایتونو کې يې اړوند مرکزونه جوړ شوي دي.
همدارنګه، ښاغلي مرستیال وویل: د عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې د رواني روغتیا خدمتونه لا پراخ، کیفیت یې لوړ او ورته د خلکو لاسرسی اسانه کړي.
دغه راز، د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس ښاغلي شیخ محمد طاهر حلیم د اسلام له نظره د رواني روغتیا د ارزښت په اړه هر اړخیزه وینا ترسره او د دې موضوع پر اهمیت یې ټینګار وکړ او له تطبیق کوونکو مؤسسو څخه یې وغوښتل، چې د رواني روغتیا د خدمتونو ښه والي او پراختیا په برخه کې لا زیاته پاملرنه او همکاري وکړي.
ورته مهال، د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لوی رئیس، ډاکټر احمد سیر پاڅون وویل:« رواني روغتیا د انسانانو پر ژوند او فعالیتونو مستقیم اغېز لري او عامه پوهاوی د رواني روغتیا په ساتنه کې مهم رول لري.»
همداراز، د عامې روغتیا وزارت د رواني روغتیا آمر ډاکټر وحیدالله افغان، رواني روغتیا د عمومي روغتیا مهمه برخه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د رواني روغتیا ساتنه د ټولو وګړو او بنسټونو ګډ مسؤلیت دی.
بل لور، د روغتیا نړیوال سازمان او د رواني روغتیا او رواني ـ ټولنیز ملاتړ کاري ډلې (MHPSS WG) استازو د رواني روغتیا په برخه کې د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: « د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ تر یو میلیون زیاتو کسانو ته د رواني روغتیا خدمتونه وړاندې شوي او ګڼ شمېر روغتیايي کارکوونکو ته په دې برخه کې روزنه ورکړل شوې ده.»
