د پروان ولایت د روغتیايي کارکوونکو لپاره «د عامې روغتیا مدیریت او اخلاقو» تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ ترسره شو
د افغانستان د عامې روغتیا ملي انسټیټیوټ د عامې روغتیا د زدهکړو او مدیریت ریاست له لوري، «د عامې روغتیا مدیریت او اخلاقو» د روزنیزو پروګرامونو په لړ کې درېیم ورکشاپ د پروان ولایت د عامې روغتیا ریاست د ۴۵ تنو اداري او روغتیايي کارکوونکو او د دغه ولایت د اړوندو روغتیايي مرکزونو د یو شمېر کارکوونکو لپاره په بریالیتوب سره ترسره شو.
دغه پنځه ورځنی ورکشاپ د روغتیايي کارکوونکو د کاري وړتیاوو لوړولو په موخه جوړ شوی و، چې په ترڅ کې یې د مدیریت اصول او بنسټونه، اغېزمنه اړیکه، د دفتر مدیریت، د کاري ټیمونو جوړول، د وخت مدیریت، د کارکوونکو د کړنو ارزونه، د اخلاقو او عامې روغتیا مفاهیم، د روغتیايي کارکوونکو چلند، د کثافاتو مدیریت او د روغتیا پیاوړتیا په اړه ګډونوالو ته روزنه ورکړل شوه.
