د روغتیایي ادارو کړنې وارزول شوې
د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني د خپلو ورځینو غونډو په لړ کې د روغتیایي ریاستونو دندو او کارونو ارزولو په پار خبرې وکړې.
ډاکټر عثماني د روغتیایي ریاستونو دندو د بیاکتنې پرمهال، د اړوندو څانګو مسؤولینو ته لارښوونه وکړه چې په خصوصي روغتونونو کې د دې وزارت د معیارونو سره سم د کورونا ویروس ازموینې څرنګوالی و څېړي او د اړتیا په صورت کې دې د خصوصي روغتونونو لابراتوار کار کونکو د پي سي آر ازموینې څرنګوالي په اړه زده کړه ورکړي.
همدارنګه د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر وویل چې د رهبري هدایت په اساس د امبولانسونو پېرودل چې د کورونا ویروس له راتګ سره سم روغتیا وزارت لخوا وړاندیز شوي بیا کتنه او ارزونه وکړي چې ایا په اوسني شرایطو کې ورته اړتیا شته او کنه.
له بلې خوا، د عامې روغتیا وزارت نوماند وویل ټول هغه هېواد وال چې له هېواده بهر سفر لري دوی کولای چې د ویزې په لرلو سره په وړیا ډول د کورونا ویروس ازموینې ترسره کولو په موخه د یاد وزارت لابراتوارونو ته مراجعه وکړي.
سربیره پردې، ډاکټر عثماني ټینګار وکړ که چېرې په روغتونونو کې د اکسیجن نصبولو اړتیا ارزولو پروسه بشپړه شوې وي، باید خپل مشخصات ملي تدارکاتو دفتر ته واستوي ترڅو راتلونکې پروسه پیل شي.