د لوګر ولایتي روغتون څخه د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر لیدنه

Panah_moph
جمعه ۱۳۹۹/۵/۱۰ - ۱۶:۳۴
د لوګر ولایتي روغتون څخه د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر لیدنه

د روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني لوګر ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د دغه ولایت والي ښاغلي اجمل شاهپور سره د لوګر ولایت ولایتي روغتون له ټولو څانګو لیدنه وکړه.

ډاکټر عثماني په دې ولایت کې د روغتیایي خدمتونو ښه کولو په پار د یاد ولایت روغتیایي او پلي کوونکو مؤسسو مسؤولینو ته لار ښوونه وکړه.

د روغتون تر لیدو وروسته، د روغتیا نوماند وزیر یو ټیم وټاکه او لارښوونه یې وکړه ورته، چې ولایتي روغتون د معیاري تعمیر نه شتون له کبله د ښه روغتیایي خدمتونو په پار د نایب امین الله روغتون ته انتقال کړي تر څو د ولایت اوسېدونکو ښه معیاري روغتیایي خدمتونه وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۹:۳۱
Background image

په انتاني او افغان جاپان روغتونونو کې د تشخیصیه خدماتو لپاره د نویو مجهزو ودانیو د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نورجلال جلالي له لوري د انتاني او افغان جاپان ساري ناروغیو د درملنې ملي او تخصصي روغتونونو کې د نږدې سل میلیونه افغانیو په ارزښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

BACK TO NEWS