یو شمېر روغتیایي پروژې له اساسي روغتیایي سیسټم سره مدغم کېږي
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني، نن د روغتیایي پروژو له مسؤلینو سره په کتنه کې له دوی څخه وغوښتل چې د خپلو پروژو موخې، کړنې، اغېزمنتوب او لاسته راوړنې تشرېح کړي چې وروسته د دوی د مدغم کېدو په پار پرېکړه کېږي.
د عامې روغتیا وزیر د یو شمېر روغتیایي پروژو د مدغم کېدلو موخه له اساسي روغتیایي سیسټم سره د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو کې د اغېزمنتوب نشتون او د مالي سرچینو ضایعه کېدل وبلل.
ډاکټر عثماني د پروژو له مسؤلینو وغوښتل د بودیجې لګښت په اړه جزیات روښانه کړي، چې د بودیجې څومره سلنه د کارکونکو معاشونو، روغتیایي خدمتونو، د درملو او تجهیزاتو په برابرولو کې مصرفیږي.
هغه همدارنګه وویل: هغه موازي جوړښتونه چې د روغتیا سیسټم کې د پروژو له لارې رامینځته شوي او کلونو کېږي چې د دې پروژې کاري بهیر دوام لري اغېزمنه نه ده، باید د اساسي روغتیایي سیسټم جوړښتونو سره مدغم شي.
ټاکل شوې ده چې ۵۴ روغتیايي پروژې چې دا مهال د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي، د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ لخوا د دوی د دندو او اغېزمنتوب بیاکتنه وشي او د هغوی د مدغم کېدلو په اړه به ژر پرېکړه وشي.