په افغانستان کې د قابلو وضعیت تر بحث لاندې ونیول شو
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزارت، نن په یوې ناستې په ترڅ کې د قابلو وضعیت تر بحث لاندې ونیو.
په دې ناسته کې د قابلو، ټولنیز وضعیت، روغتیایي زده کړې، رهبري، ستونزې، کړنې او لاسته راوړنو څرنګوالی د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې تر بحث لاندې ونیول شو.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کونکی معین ډاکتر وحید مجروح؛ د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې د قابلو رول په ځانګړي ډول د میندو او ماشومانو د مړینې په کمولو کې مهم وباله او هغوئ یې د روغتیا په سکتور کې د زیار کښې کاري طبقې په توګه یاد کړل.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین؛ د قابلو کړنې د ستاینې وړ وبللې او زیاته یې کړه چې قابلې اوسمهال د هېواد په لیرې پرتو او نا امنه سیمو کې په ډېر سخت وضعیت کې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
هغه همدارنګه په هېواد کې د قابلو او نرسانو لپاره د عامې روغتیا وزارت پر ملاتړ هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، اړتیا ده چې د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې د قابلو ستونزو او ملاتړ په پار یو ریاست جوړ شي.
دغه راز په دې ناسته کې، له درې نرسانو او دوه افغان قابلو څخه چې د نړۍ 100 غوره نرسانو او قابلو څخه د 2020 کال لپاره د نړیوال روغتیا سازمان لخوا غوره شوي دي وستایل شوې.