د مرکز او ولایتونو له رئیسانو سره د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی تر ارزونې لاندې ونیول شو

Panah_moph
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۷ - ۱۳:۴۹
د مرکز او ولایتونو له رئیسانو سره د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی تر ارزونې لاندې ونیول شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین ډاکټر وحید مجروح، نن د ویډیو کنفرانس له لارې د مرکز او ولایتونو دعامې روغتیا رئیسانو سره د ستونزو د حل، د کارکونکو تشکیل بیاکتنه، د ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو د صلاحیتونو او مسؤلیتونو په اړه بحث وکړ.

په دې ناسته کې لومړی، د جوزجان، دایکندي، بغلان، لغمان، کندز او بلخ ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو د روغتیایي کارکونکو تشکیل بیاکتنه، کاري صلاحیتونو، مسؤلیتونو او همدارنګه هغه ستونزې چې د دوی په وړاندې واقع دي د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین سره خبرې وکړې او د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ څخه د دوی ستونزو د حل غوښتونکي شول.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو معین د اړوندو څانګو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د دوی د ستونزو د حل لپاره جدي او عملي اقدامات وکړي.

دغه راز ډاکټر مجروح له مرکز څخه د ولایتونو روغتیایي مسؤلینو ته د ځینو واکونو ورکولو لکه: د اسنادو د پروسس کول، ډېرې کار اسانتیاوې رامنیځته کول، د کارکونکو د تشکیل بیاکتنه او مرکز ته لېږل او همدارنګه د تشکیلاتي اړخه نظر درجې ته د ولایتونو تفکیک په اړه له ګډونوالو سره خبرې وکړې او په دې برخه کې یې مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

سربېره پردې، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین یوه کمېټه وټاکله ترڅو د کوویډ - 19 په ټولو روغتیایي مرکزونو کې د وینټیلیټرونو، طبي تجهیزاتو، اکسرې او لابراتواري معایناتو د ترسره کولو او شتون څخه د وزارت رهبرۍ ته راپور ورکړي.

له بلې خوا، ګډونوالو د مطرح شویو موضوعاتو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل او د وزارت له رهبرۍ سره یې د لازیاتو همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS