د غمرازۍ پیغام

Panah_moph

په ډېر تاسف او خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې ډاکتر خلیل نرمګو، د مرکزي بغلان ولسوالۍ روغتون د جراحۍ څانګې مسؤل او د بغلان د خبریالانو د اتحادیې پخوانی رییس نن ماښام د پلخمري- مرکزي بغلان پر لویه لاره د مسلح کسانو لخوا په مظلومانه ډول په شهادت رسېدلی.

د عامې روغتیا وزارت رهبري، د ډاکتر نرمګو شهادت د افغانستان د روغتیا سکتور لپاره لویه ضایعه وبلله، د روغتیا سکتور د طبیبانو او هڅاندو کار کونکو وژل په کلکه غندي او د روغتیایي ټولنې له فرد فرد څخه ملاتړ خپل مسؤلیت ګڼي.

د عامې روغتیا وزارت رهبري، د روغتیایي کار کونکو د امنیت خوندیتوب د نشتون له امله اندېښنه څرګندوي او له امنیتي مسؤلینو څخه غواړي چې د روغتیایي کار کونکو د امنیت د خوندیتوب په برخه کې لا هڅې وکړي.

د عامې روغتیا وزارت رهبري او کار کونکي د ډاکتر نرمګو د شهادت په پار د مرحوم کورنۍ، دوستان او همکارانو ته د ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي، له لوی څښتن تعالی څخه مرحوم ته جنت الفردوس او کورنۍ ته د جمیل صبر غوښتنه کوي.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۱:۵۵
Background image

د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د تخصصي روغتونونو د اکمال تخصص پروګرام د نسایي او ولادي څانګې د ټرینر متخصص بستونو د ټینري ازموینې محترمو نوماندانو د پام وړ:

ټاکل شوې ده، چې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د اکمال تخصص پروګرام دوهم . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۰:۲۷
Background image

د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

 هغو محترمو ډاکترانو ته، چې د FMIC روغتون د کارډیولوژي فوق تخصص ازموینې لپاره یې نومليکنه کړې ده، خبر ورکول کېږي چې، د هغوی تحریري ازموینه به د ۱۴۰۴ هـ ش کال د دلوې میاشتې په ۱۵مه نېټه، . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۶:۱۸
Background image

د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

موضوع: په FMIC، IAM او EMERGENCY روغتونونو کې د تخصص پروګرام لپاره د ټرېني ډاکټرانو جذب.

ټاکل شوې ده، چې د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د FMIC، IAM او EMERGENCY روغتونونو په تخصصي څانګو کې د . . .

Back to announcements