د چارو ادارې د لوی رئیس ډاکتر فضل محمود فضلي او د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په حضور کې د هېواد د روغتیایي سیستم د اصلاحي طرحې د ترتیب په تړاو د جمهوري ریاست عالي مقام د لارښوونو د تعقیب په موخه د عامې روغتیا وزارت کې غونډه وشوه
![جلسه به منظور تعقیب هدایات مقام عالی ریاست جمهوری مبنی بر ترتیب طرح اصلاحی وزارت صحت عامه و سیستم صحی کشور، با حضور داکتر فضل محمود فضلی رئیس عمومی اداره امور ریاست جمهوری و رهبری وزارت صحت عامه در مقر آن وزارت برگزار شد.](/sites/default/files/2021-02/153493631_1304301156605727_6087680511516361850_n.jpg)
په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح وویل: چې د جمهوري ریاست عالي مقام لخوا د دولسو سپارل شويو ماموریتونو (دندو) په هکله کار په شپږو کاري کمېتو کې روان دی، او نهایي طرحه به د راتلونکي کال د وري میاشتې پورې جمهوري ریاست ته واستوي.
په دې ناسته کې، د جمهوري ریاست د لارښوونو تعقیب لپاره، کاري کمېټو د روغتیا سکتور د ډیجیټلي کولو، د اکمال تخصص برنامې او تقنیني سندونو اصلاحات، په طبي ټولنه باندې د خلکو باور زیاتولو لپاره د روغتیایي خدمتونو ټولنیزې پانګونې ته وده ورکول، د دولتي، پراختیایي، بشردوستانه مرستې، د روغتیایي خدمتونو زنځیريي ارزښت، د هېواد په کچه د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو انډول برابرول، د دولتي روغتونونو د حقوقي شخصیت تدریجي بدلون د اصلاحاتو طرحه، په خپلواکه روغتونونو او خپلواکه بودیجوي واحدونو او د روغتیایي پاملرنې د ایکوسیستم برخو کې کاري پرېزنټېشنونه وړاندې او په دې برخه کې یې خپل وړاندیزونه او غوښتنې بیان کړې.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي، د جمهوري ریاست عالي مقام د لارښوونو د تعقیب او پرمختګ هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې ستاسو غوښتنه د روغتیايي پرسونل د دوه شېفت کېدلو لپاره په اصولو کې د منلو وړ ده، خو بودیجه، ظرفیت او اوسنی وضعیت باید مشخص شي.
همدارنګه ښاغلي فضلي وویل: چې د روغتیا په سکتور کې نامناسبې مداخلې د دولت مشرتابه ته د منلو وړ نه دي، څارنه او ارزونه باید پیاوړې شي، د خصوصي سکتور د روغتیا برخه وزارت ته ګزارش دې ده، په تدارکاتو او استخدام کې خپلواکۍ په پام کې ونیول شي، او د روغتیایي خدمتونو زنځیره یي ارزښت باید ساده شي.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي رئیس ټینګار وکړ چې د جمهوري ریاست د چارو اداره او ملي تلویزیون به د باور جوړونې په وده کې همکاري وکړي. همدارنګه د عامې روغتیا وزارت د اصلاحې طرحې په نهایي کولو کې، د جمهوري ریاست چارو اداره هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.