د عامې روغتیا وزارت سرپرست د میدان وردګو ولایت د مشرانو او مخورو خلکو سره وکتل
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح، نن د میدان وردګو ولایت له مشرانو او مخورو خلکو سره لیدنه او خبرې وکړې.
په دې ناسته کې د میدان وردګو ولایت استازو د دغه ولایت د روغتیایي ستونزو د حل په پار وړاندیزونه په ځانګړي ډول په سپینو ساحو کې د روغتیایي مرکزونو د جوړولو او د درملو د اکمال په اړه د عامې روغتیا وزارت له رهبري سره شریک کړل او په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت د همکاري غوښتونکي شول.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د دغه ولایت د استازو د ستونزو او وړاندیزونو د اورېدو سربېره، له دوی سره ژمنه وکړه چې د دې ولایت روغتیایي ستونزو د حل په موخه به د شته امکاناتو په درلودو سره همکاري وکړي.
ډاکټر مجروح اړوندو څانګو ته لارښوونه وکړه چې په روغتیایي مرکزونو کې د یو شان روغتیایي خدمتونو، د درملو اکمالات او د دغه ولایت په یوشمېر روغتیایي مرکزونو کې د کار کونکو کمښت لپاره جدي اقدامات وکړي.