زموږ هوډ په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت او کمیت لوړول دي
![زموږ هوډ په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت او کمیت لوړول دي](/sites/default/files/2021-03/lkjkjkj.jpg)
د وزیر محمد اکبر خان روغتون د ارتوپيډي څانګه کې نه ستړې کیدونکې هڅې او د مسلکي پوهې لوړتیا د ارتوپيډي ستونزو د درملنې برخه کې د هیله بخښونکي پرمختګ لامل شوې ده.
نن ورځ، د پېچلو عملیاتونو ترسره کول چې د دغو ځینو د ترسره کولو خوب هم په دولتي روغتونونو کې چا نه لیده لکه: د زنګون د مفاصلو او هانش مکمل بدلول (Total hip and knee Arthroplasty) ارترسکوپي عملیات (Arthroscopic joint surgery) د لیمنکتومي، د ملأ لیمنوپلاستي او غاړې عملیاتونه (Spin laminectomy and laminoplasty srurgeries) په بریالیتوب سره د نړیوالو ستدردونو مطابق د وزیر محمد اکبر خان روغتون کې ترسره کېږي.
د دې ټولو ښو، ارزښتناکو او مسلکي لاسته راوړنو اساسي عوامل د روغتون د رهبري، د دې څانګې د قدرمنو استادانو او د معالجوي طب عمومي ریاست او د مرکز شفاخانو ریاست تر ملاتړ لاندې د هڅو له امله دي او د خدای ج څخه دوی ته د توفیق او روغ صحت هیله کوؤ.
زموږ ژمنتیا داده چې د پلازمینې او ولایتونو د روغتونونو تجهیز کولو کې له محدودو سرچینو ښه کار واخلو ترڅو دا روغتونونه یوځل بیا زموږ د هېوادوالو، په ځانګړي توګه بېوزلو خلکو ته د باور او هیلې ادرس په توګه بدل شي.