د کوواکس په مرسته د کورونا واکسین دویمه کڅوړه کابل ته ورسېده
کوواکس (د کورونا واکسین همغږي کونکې اداره) نن د عامې روغتیا وزارت ته د کورونا واکسین لومړۍ مرسته شوې کڅوړه وسپارله. دا د کورونا واکسین دویمه کڅوړه ده چې له هند وروسته د کوواکس لخوا د افغان دولت سره مرسته کېږي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح؛ د افغانستان د دولت او د عامې روغتیا وزارت په استازیتوب له کوواکس او د هغه له ملاتړو په ځانګړي ډول د اروپایي اتحادیې، د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف څخه مننه وکړه او ویې ویل چې افغانستان په منځنۍ اسیا کې لومړی هېواد دی چې د کوواکس ادارې لخوا د کورونا واکسین لومړۍ کڅوړه ترلاسه کوي.
هغه همدارنګه وویل: "کوواکس د افغانستان حکومت سره د کورونا واکسینو 16 ملیونه دوزونو ژمنه کړې، چې پاتې برخه یې په منظم ډول هېواد ته راځي او موږ هڅه کوؤ چې د کورونا 32 ملیون دوزه واکسین د روغتیایي شریکانو لخوا د هېواد %40 سلنه خلکو لپاره تدارک کړو.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر وویل: چې د کورونا واکسین د پلي کولو په دویم پړاو کې به د ښوونځيو او پوهنتونونو استادان واکسین شي، ترڅو په راتلونکي کال کې په هېواد کې د پوهنې سیستم پروسه په نورمال ډول دوام وکړي.
په ورته وخت کې د اروپايي اتحادیې استازي ښاغلي ارنوت پاولس د نړیوال روغتیا سازمان او یونیسف څخه مننه وکړه، ویې ویل چې اروپايي اتحادیه د کوواکس ادارې ترټولو لوی ملاتړی دی، چې تر دې دمه یې د کورونا واکسین پېرودلو لپاره له دې ادارې سره شاوخوا یو میلیارډ یورو مرسته کړې.
د اروپايي اتحادیې استازي ښاغلي پاولس له دې ادارې سره د اروپایي اتحادیې د مرستو موخه په نړۍ کې د کورونا ویروس له منځه وړل وبلل په افغانستان کې یې د خپلو مرستو پر دوام ټینګار وکړ.
په دې کڅوړه کې د کورونا واکسین 468 زره ډوزه شامل دي. چې تر دې وړاندې هندوستان هېواد له افغان دولت سره د کورونا واکسینو 500 زره دوزه مرسته کړې وه، چې د یاد واکسین په کارولو سره تر اوسه پورې په هېواد کې 40 زره کسان واکسین شوي دي.