په هېواد کې د روغتیا سکتور په وړتیاوؤ او د خلکو باور زیاتولو باندې د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ ټینګار
![په هېواد کې د روغتیا سکتور په وړتیاوؤ او د خلکو باور زیاتولو باندې د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ ټینګار](/sites/default/files/2021-03/160663447_1316102752092234_1036666360067406320_n.jpg)
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکټر وحید مجروح نن د کابل د روغتونونو رئیسانو سره د یوې ناستې په ترڅ کې په هېواد کې د روغتیا لومړنۍ جشنوارې د جوړولو په اړه خبر ورکړ.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر د دې جشنوارې هدف د روغتیا سکتور او افغان ډاکټرانو وړتیا وؤ باندې د خلکو باور لوړول وبلل او دا جشنواره یې د روغتیایي کار کونکو د لاسته راوړنو لپاره چې شپه او ورځ د خلکو د ژوند خوندي کولو لپاره په صادقانه ډول هڅه کوي یو ښه فرصت وباله.
ټاکل شوې چې د روغتیا ملي جشنواره، د عامې روغتیا وزارت لخوا د راتلونکي کال په لومړۍ اونیو کې د سولې څېړنیز انستیتوت، رسنیو او ښې حکومتولۍ په ګډه همکارۍ ترسره شي.
په دې جشنواره کې د روغتونونو، لابراتوارونو، ډاکټران، نرسان، قابلې، د ډاکټرانو کورنۍ چې د کورونا ویروس له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړئ او د روغتیا نورې څانګې چې ښې لاسته راوړنې او کړنې یې درلودلي دي ستایل کېږي.
ډاکټر وحید مجروح د روغتونونو له ټولو رئیسانو او د مسؤلو ادارو څخه وغوښتل چې د دې جشنوارې په جوړولو کې د روغتیا وزارت سره بشپړه همکاري وکړي.
هغه د عامې روغتیا وزارت نویو طرحو په ځانګړي ډول په روغتیا سکتور باندې د خلکو بیاځلې باور ژوندي کولو ته په اشارې سره وویل: ټاکل شوې ده چې د دغو طرحو د پلي کېدو مرحله په نوي کال کې پیل شي.
په ورته وخت کې د سولې، رسنۍ او ښې حکومتدارۍ انستیتوت رئیس ښاغلي احمد کمیل میرشاد بیګ د جشنوارې د جوړولو په اړه خبرې وکړې وې ویل: چې د جشنوارې اصلي هدف د روغتیایي کار کونکو لپاره درناوی او د راتلونکي نسل لپاره د روغتیا په سکتور کې د بېلګې جوړول دي.
هغه وویل: " اوس مهال موږ د روغتیا په برخه کې د بې اعتمادۍ له بحران سره مخ یو، او د داسې برنامو په پلي کولو سره موږ خلکو ته ډاډ ورکړو چې افغان ډاکټران په کور دننه د پېچلو ناروغیو د درملنې وړتیا لري."